تازه خبرونه

د هېواد روباتیک ملي ډلې نجونو د امریکا بېلابېلو پوهنتونونو ته لار وموندله

Published

on

(Last Updated On: )

د هېواد روباتیک ملي ډلې نجونې، چې دمګړۍ په قطر هېواد کې له زده‌کړو فارغې شوي؛ هرې یوې د امریکا بېلابېلو پوهنتونونو ته لاره پیدا کړې ده.

د افغانستان د روباتيک ډلې غړیو، چې څو ځلې یې د روباتیک په نړیوالو سیالیو کې ویاړونه ګټلي دي؛ اوس په قطر کې خپلې ثانوي زده‌ګړې پای ته رسولي او هرې یوې یې د امریکا په بېلا بېلو پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو تحصیلي بورسونه تر لاسه کړي دي.

 دا نجونې څه باندې څلور کاله د روبات جوړونې د ملي ډلې غړي دي، چې له سیاسي بدلون وروسته قطر ته ولیږدول شوې او هلته یې د ښوونځي درسونه پای ته ورسول.  اوس هرې یوې د امریکا له بېلابېلو پوهنتونونو څخه تحصیلي بورسونه ترلاسه کړي او په پام کې ده، چې په دې پوهنتونو کې خپلې لوړې زده‌کړې ترسره کړي.

د هېواد د روبات جوړوونکې ډلې مشره فلورانس پویا وایي؛ خوښ دي، چې د زده‌کړو زمینه ورته برابره شوې؛ خو له اسلامي امارته غواړو، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

د روبات جوړوونکیو ډلې څلور کاله په دې برخه کې کار وکړ. د دوی تولیداتو او پنځونو نړیواله پاملرنه راجلب کړه. اوس ورته د تحصیل نوې پاڼه پرانیستل شوه او غواړي په امریکايي پوهنتونونو کې لوړې زده‌کړې وکړي.

د ښځو د حقونو هڅاندهمسعوده کروخي په دې باور ده، چې افغان نجونې ښه استعداد لري او که د تحصیل او زده‌کړو زمینه ورته برابره شي؛ کولی شي د پام وړ پرمختګ وکړي.

دا افغان نجونې د قطر د حکومت پر مالي مرسته په امریکا کې خپلې زده‌کړې پیلوي او تمه لري، چې د زده‌کړو له پای ته رسولو وروسته به وکولی شي په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ښه کولو لپاره کار وکړي.

Trending

Exit mobile version