نړۍ

د هنګري ولسمشر په ناټو کې د سویډن غړیتوب تائید کړ

Published

on

(Last Updated On: )

د سې‌شنبې پر ورځ ( د کب پېنځلسمه) د هنګري ولسمشر په ناټو کې د سویډن غړیتوب قانوني کړ او د سویډن د رسمي غړیتوب لپاره یې وروستی تخنیکي ګام پورته کړ.

د هنګري پارلمان د مارچ پر اوومه په ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره هوکړه وکړه او اړنود ناندره یې پای ته ورسوله، چې ورسره د ناټو نور غړي هېوادونه هم خوښ شول.

سویډن له دوه پېړیو راپدیخوا بې‌پرې و؛ خو پر اوکراین د روسیې یرغل ستهکولم او اوسلو دې ته اړ کړل، چې د ناټو غړي شي.

د ناټو ټول غړي هېوادونه باید د نوي غړیتوب پر سر هوکړه وکړي.

فنلینډ تېر اپریل د ناټو غړی شو؛ خو ترکیې او هنګري د سویډن غړیتوب وځنډاوه. ترکیه په سویډن کې د کرد ډلو له کوربه‌توب څخه ناخوښه وه او هنګري د ډیموکراټیک بهیر په اړه د سویډن له نیوکو څخه ناراضه و.

وروسته له هغې، چې د هنګري لومړي وزیر ویکټور اوربان په بوداپست کې له خپل سویډني سیال سره وکتل؛ د هنګري مشر اعلان وکړ، چې دواړو هېوادونو خپل متقابل ښه نیت روښانه کړی دی.

دغه راز هنګري د ۴ سویډني جنګي الوتکو د پېرلو تړون هم لاسلیک کړ.

له یوځای کیدو وروسته سویډن د ناټو دوه‌دېرشم غړی شو.

Trending

Exit mobile version