تازه خبرونه
د هند د مرسته شویو غنمو ۵۰۰۰ متریک ټنه نیمروز ښار ته راورسیدل

نن دوشنبه د غویی لومړۍ د هند د مرسته شویو غنمو له ۷۵۰۰۰ متریک تنو څخه لومړۍ ټولګه، چې ۵۰۰۰ متریک ټنه لري د چابهار بندر د میلک له لارې د افغانستان نیمروز ښار ته راورسیدل.
ټاکل شوې، چې په ۱۶ ورځو کې به د دې مرستو دوه یمه ټولګه د ۱۰۰۰۰ متریک ټڼو په کچه هم هېواد ته رادننه شي.
ویل کیږي، چې دا غنم به د هرات، کندهار، کابل، بغلان او بلخ ولایتونو سیلو ګانو ته ولیږدول شي.
تازه خبرونه
ازبکستان او پولنډ د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د ټرینډ نیوز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د غونډې په جریان کې دواړو خواوو د افغانستان په اړه د دوه اړخیزو همکاریو پر اړینو مسلو خبرې وکړې او د سیمې د ثبات او امنیت د ودې لپاره یې د ازبکستان او پولنډ ترمنځ د تعامل د زیاتېدا شونتیاوې وڅېړلې.

د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف له خپل پولنډي سیال سره په لیدنه کې د افغانستان پر اړوند مسلو او همکاریو خبرې وکړې.
د ټرینډ نیوز خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د غونډې په جریان کې دواړو خواوو د افغانستان په اړه د دوه اړخیزو همکاریو پر اړینو مسلو خبرې وکړې او د سیمې د ثبات او امنیت د ودې لپاره یې د ازبکستان او پولنډ ترمنځ د تعامل د زیاتېدا شونتیاوې وڅېړلې.
دواړو خواوو د سیمې او افغانستان د ثبات په اړه خپلې متقابلې ژمنې بیا تائید کړې او هوکړه وشوه، چې په دوامداره توګه مشورې جاري وساتي.
د پولنډ بهرنیو چارو وزارت د ختیځې څانګې مرستیال مارک کالکا هم په دې غونډه کې حاضر و.
تازه خبرونه
تېرکال د پاسپورټ ریاست ۱۳ میلیارډ افغانۍ عواید ترلاسه کړل
د کابل په ګډون د هېواد په ۳۴ ولایتو نو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ منظمه روا نده

د پاسپورت ریاست چارواکو ويلي، چې تېر کال يي هېوادوالو ته د دوه میلیون جلده پاسپورټونو د وېش له لارې څه باندې ۱۳ میلیارډ افغانۍ راټولې کړي دي.
د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي، چي هېواد والو ته د پاسپورټ رسوني په برخه کې یې خپل ظرفیتو نه لوړ کړي دي.
دغه را زیاته شوې، چې د کابل په ګډون د هېواد په ۳۴ ولایتو نو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ منظمه روا نده.
د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکو زیاته کړې؛ د چارو د چټکتیا او روڼتا لپاره یې د پاسپورټ سیسټم له برښنايي تذ کرو سره نښلولی، هېوادوالو ته د پاسپورټونو په چاپ چارو کې ځنډ او تخنیکي ستونزې رامنځ ته نشي.
د دې ریاست عمومي رییس ويلي د پاسپورټ تخنیکي ظرفیتو نه يي د سلو راتلونکو کلونو لپاره لوړ کړي او د ورځې پنځوس زره جلده پاسپورتونه چاپ کیږي.
د پاسورټ ریاست عمومي رییس پاسوال عبدالکریم حسیب وایي: «د پاسپورټونو د چاپ په برخه کې د نوم لیکلو په برخو کې د ستونزو د بنسټیز حل لپاره مو د پاسپورټ ریاست او د برښنايي تذکرو له سیستم سره وصل کړي، له دې روسته تخنیکي ستونزې کمې او په کارونو کې چټکتیا زیات شي»
د عبدالکریم حسیب د څرګندونو له مخې؛ په نږدې راتلو نکي کې د ټول هېواد پر کچه د پاسپورټونو د وېش چارو کې د فزیکي اسنادو بهیر به برښنايي ته تبدیل کړي.
هغه ویلي، چې تیر کال يي له دوه میلیون جلده څخه زیات پاسپورټونه وېشلي، چې له دې د رکه يي ۱۳ میلیارډ افغانۍ د حکومت خزاني ته را ټولې کړي دي.
نوموړی وایي: «د ټول هېواد پر کچه تېر کال پاسپورټونو د وېش له اړخه مو د حکومت خزانې ته له ۱۳ میلیارډ افغانۍ څخه زیاتې راټولې کړي او مونږ د پاسپورټونو د ورکړې په بهیر کې سرعت زیات کړي.»
د هېواد یو شمېر اوسیدونکې، چې د پاسپورټ عمومي ریاست ته د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره راغلي وايي، چې د تېر پر پرتله د پاسپورټ د ورکړې په بهیر کې سرعت زیات شوی او هېوادوالو ته په ښه ډول خدمات وړاندې کیږي.
د ننګرهار اوسیدونکي جمشید نومی وایي: « یاره! په دې اوس وخت کې د پاسپورټ د ترلاسه کولو چارې خورا تیزې شوي؛ په دوه ساعتونو کې یې ماته پاسپورټ راکړی. هیله لرم، چې ولایتونو ته هم دا آسانتیاوې زیاتې شي»
د لوګراوسیدونکي نجیبالله ویلي: « د تېر پر پرتله ۹۰ سلنه د پاسپورټ د ترلاسه کولو ستونزه اواره شوې او له حکومت هیله لرو، چې ځوانانو ته د کار پیداکولو په برخو کې هم همکاري وکړي.»
د پاسپورټ عمومي ریاست ويلي، چې د تېرو کلونو پر پرتله يي مراجعین کم شوي او وایي، چې اوس د هېواد پر کچه د ورځې د پاسپورټونو د وېش کچه ۴۰۰۰ ته راټیټه شوې ده. اوس هېوادوال کولی شي د یو ساعت په بهیر کې پاسپورټ ترلاسه کړي.
تازه خبرونه
د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ د سیمې په ګټه ندی – اسلامي امارت
د بهرنیو چارو وزارت په نننۍ (چارشنبه) خبرپاڼه کې د سیمې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه یاد کړی او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې زغم وښيي او ستونزې د خبرو اترو او ډیپلوماتیکې همغږۍ له لارې حل کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدا په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ د سیمې پر ګټه ندی.
د بهرنیو چارو وزارت په نننۍ (چارشنبه) خبرپاڼه کې د سیمې امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه یاد کړی او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې زغم وښيي او ستونزې د خبرو اترو او ډیپلوماتیکې همغږۍ له لارې حل کړي.
د چارشنبې پر ورځ هند په کشمیر کې د تېرې میاشتې د ترهګریز برید په ځواب کې د پاکستان پر خاوره هدفي پوځي عملیات ترسره کړل، چې نوی ډیلي یې پاکستان ته منسوبوي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د هند هوايي بریدونه وغندل او خبرداری یې ورکړ، چې هېواد به یې دې ” چنګي عمل” ته پرېکنده ځواب ورکړي.
نوموړي ټینګار کړی: “پاکستان د هند حق لري، چې دې تحمیلي جنګي عمل ته بشپړ ځواکمن ځواب ورکړي او دا ځواب د پلي کېدو په حال کې دی.”
له دې بریدونو وروسته د پاکستان د ملي امنیت کمیټې نن سهار یوه بېړنۍ غونډه وکړه او اسلامآباد همهاله د هند شارژډافیر احضار کړ او هغه ته یې د احتجاج رسمي یادښت وسپاره.
د چارشنبې پر ورځ د تاوتریخوالي د کمولو نښې هم ولیدل شوې.
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د اسلامآباد، لاهور او کراچۍ څو ساعته تړل شويو هوايي ډګرونه بیا فعالیت پیل کړی دی.
په هند کې لومړي وزیر نریندرا مودي د امنیت په اړه د کابینې له کمیټې سره یوه ځانګړې غونډه وکړه.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ مودي کروشیا، هالینډ او ناروې ته خپل پلان شوی سفر ځنډولی دی.
د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنې هم راپارېدلي، چې په دې د جنوبي آسیا لپاره یو لوړ پوړی شنونکی مایکل کوګلمن ویلي، چې د هند لخوا په پاکستان وروستي بریدونه په وروستیو کلونو کې د هېواد ترټولو سخت او پراخ ول او تمه ده، چې د پاکستان ځواب به “پرېکنده او ګټور” وي.
هغه زیاته کړې: “دا دواړه حکومتونه ځواکمن پوځونه لري او سره له دې، چې اټومي وسلې لري؛ دوی د یو بل پروړاندې د دودیز پوځي ځواک له کارولو څخه ډډه نهکوي. د تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر رښتینی دی او چټک زیاتېدلی شي.”
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د سېشنبې پر شپه اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش له دواړو هېوادونو د بشپړ زغم غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې نړۍ د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي شخړې زغم نشي کولی.
دا په داسې حال کې ده، چې د هند کورنیو چارو وزارت د هېواد په بېلابېلو ایالتونو کې د ملکي دفاع تمرینونو د ترسره کولو غوښتنه کړې، چې هندیان او امنیتي ځواکونه د “دښمن له احتمالي بریدونو” سره د مقابلې لپاره چمتو شي. دا ډول تمرینونه په هند کې په عادي وختونو کې ډېر کم ترسره کېږي.
-
تازه خبرونه5 days ago
په قطر د دوحې د څلورمې غونډې د ترسره کولو لپاره خبرې اترې وشوې
-
تازه خبرونه4 days ago
په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان او هند د اړیکو د ترینګلتیا پر سیمهییزو اغېزو علمي بحث وشو
-
نړۍ2 days ago
کېدی شي اسرائیل په پراخو پوځی عملیاتو کې ټوله غزه ونیسي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران بهرنیو چارو وزیر د پاکستان او هند ترمنځ د منځګړیتوب لپاره اسلامآباد ته رسېدلی
-
تازه خبرونه4 days ago
د پغمان په ملا عزت ښارګوټي کې ۳۵۲ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه
-
تازه خبرونه2 days ago
په تخار ولایت کې د کتاب اوونۍ ونمانځل شوه
-
لوبی3 days ago
د افغانستان کرکټ لوبډله په نړیوال نوملړ کې اووم ځای خپل کړ
-
نړۍ4 days ago
د امریکا محکمې د امریکا غږ د کارمندانو د بېرته کار ته د ستنولو پرېکړه ودروله