لوبی
د هند په غوره لیګ کې بنګلور لوبډلې ممبي ته پر ۸ ویکتو ماتې ورکړه

د یکشنبې پر ورځ د ویرات کوهلي Virat Kohli او لوبډلمشر فاف دوپلسیسس Faf du Plessis د نیمه سلیزو پر مرسته رویل چلینجر بنګلور لوبډلې د هند غوره لیګ په پېنځمه لوبه کې ممبي اندیانز ته پر اته ویکتو ماتې ورکړه.
۱۷۲ منډو ته د رسېدو لپاره کوهلي ۸۲ ناسوځیدلي او دوپلسیس ۷۳ منډې جوړې کړې او ځانونه یې ټاکلي هدف ته ورسول.
دو پلسیس د یوې شپږیزې پر مرسته خپله پنځوسیزه پوره کړه او کوهلي، چې تېره میاشت یې له ۱۲۰۵ ورځو وروسته په تیست کې سلیزه ووهله؛ ډېر وروسته پاتې نه و، چې په ۳۸ توپونو یې خپله نیمه سلیزه پوره کړه.
پېنځه ځلي ګټونکي ممبي تکړه لوبغاړي له دې بري ناخبره ښکاریده.
دغه راز د یکشنبې پر ورځ راجستان رایلز د سږني لیګ په څلورمه لوبه کې، چې د حیدرآباد په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه، سن رایزرز حیدرآباد ته پر ۷۲ منډو ماتې ورکړه.
د جوس بتلر پنځوسیزې اړوند لوبغاړي واکمن کړل.
شپږمه لوبه به د ایم ای چدمبرم په لوبغالي کې ترسره شي.
د دوشنبې پر ورځ د اپریل پر پېنځمه د چینای سوپر کینګز او لکنو سوپر جایانتز ترمنځ ترسره کیږي.
په افغانستان کې د مینهوالو لپاره، دا لوبه هم په ژوندۍ بڼه د ATN او ATNNewsاوبپاڼو پر کېکاګلو کیدلی شئ.
For fans in Afghanistan, the match can be viewed live on ATN digital platforms. CLICK HERE
لوبی
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې وخوړه.
دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره شوه.
د لوبې پچه سريلانکا وګټله؛ خو په خپله یې د توپاچونې پرېکړه وکړه او افغان ابدالیانو یا الف لوبډلې ته یې د توپوهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.
افغان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اته ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و، چې سريلانکا د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو په ۳۹ اوورنو کې هدف پوره کړ.
افغانستان مخکې له دې په دې لړۍ کې یوه لوبه د ایرلینډ پر وړاندې او بله د سریلانکا پر وړاندې بایللې وه.
سريلنکا ټولټال څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلې دي. له دې سره دې لوبډلې اته امتیازه ترلاسه کړي او د ۵۰ اږریزو لوبو د جدول په سر کې ځای لري.
افغانستان او ایرلنډ له څلورو لوبو یوازې یوه یوه ګټلې او دواړه دوه دوه امیازه لري.
دا لوبې په ابوظبۍ کې د افغانستان په کوربهتوب روانې دي؛ پایلوبه به د راروانې جمعې پر ورځ( د غویی پېنځمه / د اپرېل پېنځهویشتمه) ترسره شي.
لوبی
افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه
افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا وړتیا ترلاسه کړه.
افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.
له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.
لوبی
له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه
په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نن (چارشنبه) متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د آسیا له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې خپله د نه ماتې لړۍ خوندي کړه.
په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.
دا د سیمې په غوراوي سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.
له دې مخکې افغانستان هانګ کانګ او عمان ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړې ده.
ټاکل شوې، چې د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (د اپریل نولسمه) د کوربه لوبډلې نیپال سره مخ شي. دا به د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وي.
د وروستۍ لوبې ګټونکی به ډېر احتمال ولري، چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو په ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام کې خبله ونډه خوندي کړي.
-
لوبی4 days ago
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په هندي کشمیر کې وسلوالو له ۲۰ ډېر سیلانیان ووژل
-
سوداگري3 days ago
د پاکستان او ازبکستان استازو پر افغان – ټرانس پروژې خبرې وکړې
-
سوداگري1 day ago
د کرنې مرستیال وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
یوې ۶.۲ درجې زلزلې استانبول ولړزاوه
-
تازه خبرونه3 days ago
افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days ago
چین او روسیه ممکن په سپوږمۍ کې د اټومي انرژۍ بټۍ جوړه کړي