تازه خبرونه

د هند د دیني عالمانو یوه پلاوي په ایران کې د افغانستان سفارت له استازي سره وکتل

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۳, ۱۴۰۲

ایران ته د هند د تلي دیني عالمانو د پلاوی مشري د هند مشهور ديني عالم سيد سليمان حسيني ندوي کوله او په تهران کې یې د افغانستان سفارت له استازي فضل محمد حقاني سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

درې ورځې وروسته له هغې، چې د هند بهرنیو چارو وزیر له افغانانو سره د مرستو د ارزونې لپاره یو تخنیکي پلاوی کابل ته له استولو خبر ورکړ؛ د هند د دیني عالمانو یو پلاوی ایران ته ولاړ او په تهران کې یې د افغانستان د سفارت له استازي سره وکتل او پر یو شمېر مسائلو یې خبرې  وکړې.

دغه پلاوي له فضل محمد حقاني سره د افغانستان پر مسايلو او د دواړو هېوادونو د اړيکو په ټينګښت کې د عالمانو پر رول خبرې کړي.

په تهران کې د افغانستان د سفارت استازي د هند د عالمانو دغه پلاوي ته بلنه ورکړې، چې افغانستان ته هم سفر وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان په سیاسي مسایلو کې د نوي ډیلي لیوالتیا اوس‌مهال کمه ده؛ خو دوی به د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

پوښتنه داده، چې هند په افغانستان کې څه رول لوبولی شي؟

د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي، چې کابل ته د هندي دیني عالمانو سفر د کابل او نوي دیلي ترمنځ د سیاسي اړیکو د بیا پیل لپاره ګټور تمامیدی شي.

نوي دیلي تر اوسه د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت نه‌دی پېژندلی او د نورو هېوادونو په څېر یې د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړول، د بشري حقونو مراعت کول او له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو لرې کول د اسلامي امارت د رسمیت  پېژندلو شرطونه یاد کړي دي.

همدارنګه هند  د افغانستان په سفارت کې د پخواني حکومت د دیپلوماتانو او اسلامي امارت د نوي چارسمبالي د ټاکلو په اړه ویلي، چې دا موضوع د افغانستان په کورنیو چارو پورې اړه لري او نوی ډیلي په کې ښکېل نه‌دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ اعلان وکړ، چې له افغانانو سره د هند د مرستو د څرنګوالی په اړه یې  یو تخنکي پلاوی کابل ته استولی دی.

Trending

Exit mobile version