تازه خبرونه

د هلمند ولایت په بست تاریخي کلا کې عامه کتابتون جوړ شو

په دې عامه کتابتون کې ٣٠٠٠ جلده بېلابېل کتابونه شته، چې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دا کتابتون د بست کلا د تاریخ او اهمیت په اړه هم کتابونه لري.

Published

on

(Last Updated On: )

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست په لومړي ځل د هلمند په بست تاریخي کلا کې د ابن حبان بستي پر نوم یو عامه کتابتون جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

په دې عامه کتابتون کې ٣٠٠٠ جلده بېلابېل کتابونه شته، چې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دا کتابتون د بست کلا د تاریخ او اهمیت په اړه هم کتابونه لري.

دوی ویلي؛ سیلانیان، چې به پخوا د بست کلا لېدنې ته راتلل او د دې کلا د تاریخ او همیت څخه به نا خبره ول. اوس ورته د معالوماتو او مطالعې زمینه برابره شوې ده.

بست کلا ته راغلي سیلانیان دا اقدام ستایي او غوښتنه کوي، چې د دې کتابتون لپاره دې معیاري ودانۍ جوړه او بست کلا دې هم ورغول شي.

سیلانیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري دا اقدام ستايي او وایي، چې دا به د بست کلا د پېژندنې او دغه راز د مطالعې د هڅوب( فرهنګ ) په وده کې ښه مرسته وکړي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر سلطان محمد حنیف ویلي، چې د بست تاریخي کلا د رغولو لپاره سروې ترسره شوې او هیله من دی، چې په راتلونکي مالي کال کې به یې د رغولو چاري پیل شي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ په روان کال کې د بست کلا د ابن حبان کتابتون ترڅنګ په ګریشک او سنګین ولسوالیو کې هم عامه کتابتونونه جوړ کړي دي.

Trending

Exit mobile version