Connect with us

تازه خبرونه

د هلمند ولایت په بست تاریخي کلا کې عامه کتابتون جوړ شو

په دې عامه کتابتون کې ٣٠٠٠ جلده بېلابېل کتابونه شته، چې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دا کتابتون د بست کلا د تاریخ او اهمیت په اړه هم کتابونه لري.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست په لومړي ځل د هلمند په بست تاریخي کلا کې د ابن حبان بستي پر نوم یو عامه کتابتون جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

په دې عامه کتابتون کې ٣٠٠٠ جلده بېلابېل کتابونه شته، چې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ دا کتابتون د بست کلا د تاریخ او اهمیت په اړه هم کتابونه لري.

دوی ویلي؛ سیلانیان، چې به پخوا د بست کلا لېدنې ته راتلل او د دې کلا د تاریخ او همیت څخه به نا خبره ول. اوس ورته د معالوماتو او مطالعې زمینه برابره شوې ده.

بست کلا ته راغلي سیلانیان دا اقدام ستایي او غوښتنه کوي، چې د دې کتابتون لپاره دې معیاري ودانۍ جوړه او بست کلا دې هم ورغول شي.

سیلانیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري دا اقدام ستايي او وایي، چې دا به د بست کلا د پېژندنې او دغه راز د مطالعې د هڅوب( فرهنګ ) په وده کې ښه مرسته وکړي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر سلطان محمد حنیف ویلي، چې د بست تاریخي کلا د رغولو لپاره سروې ترسره شوې او هیله من دی، چې په راتلونکي مالي کال کې به یې د رغولو چاري پیل شي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ په روان کال کې د بست کلا د ابن حبان کتابتون ترڅنګ په ګریشک او سنګین ولسوالیو کې هم عامه کتابتونونه جوړ کړي دي.

تازه خبرونه

د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي جاپان ته لومړنی سفر کړی

دا له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا واک ته له بیا رسېدو وروسته د اسلامي امارت لومړۍ لیدنه ده.

Published

on

(Last Updated On: )

د جاپان کوربه هېواد نیپون بنسټ اعلان وکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) د لوړ پوړو چارواکو یو پلاوی جاپان ته سفر کړی دی.

دا له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا واک ته له بیا رسېدو وروسته د اسلامي امارت لومړۍ لیدنه ده.

جاپان په تېرو څو کلونو کې یو مهم مرستندویه هېواد و او په کابل کې یې ډیپلوماټیک ماموریت هم لرلی دی.

دغه راز د نیپون بنسټ جاپاني رسنیو ته ویلي؛ تمه ده، چې راغلی پلاوی به د هېواد د راتلونکي د جوړولو لپاره له نوښتونو ګټه پورته کړي.

د جاپان حکومت ویلي، چې د افغانستان لپاره د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توشیهیډ انډو هم پلان لري، چې له پلاوي سره وګوري.

جاپان ویلي، چې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توشیهیډ انډو به د اسلامي امارت له پلاوي سره وګوري.

د اقتصاد وزارت مرستیال لطیف نظري د یکشنبې پر ورځ د سلواغې پر اته‌ویشتمه ویلي وه، چې د اسلامي امارت د چارواکو د یوه پلاوي پر مشرۍ جاپان ته روان دی او د دې سفر موخه دا ده، چې له نړۍ سره له درناوي ډکې اړیکې ونیسو.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوی جاپان ته روان شو

د جاپاني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا پلاوی شاوخوا شپږ حکومتي چارواکي لري، چې د ډیپلوماسۍ، روغتیایي پاملرنې، تعلیم، کلتوري ملکیتونو او نورو پالیسیو مسوول دي.

Published

on

(Last Updated On: )

تمه کېده، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) د لوړ پوړو چارواکو یو پلاوی د یکشنبې پر ورځ ټوکیو ته ورسیږي. دا واک  ته ترلاسه کولو راهیسې جاپان ته د لومړي سفر په توګه دی.

د جاپاني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دا پلاوی شاوخوا شپږ حکومتي چارواکي لري، چې د ډیپلوماسۍ، روغتیایي پاملرنې، تعلیم، کلتوري ملکیتونو او نورو پالیسیو مسوول دي.

دا سفر د تېر کال د ساساکاوا سولې بنسټ د اجرائیوي رییس او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (UNAMA) د پخواني مشر تادامیچي یاماموتو لخوا د بلنې په ځواب کې ترسره کیږي.

راپورونه وايي، چې پلاوی به احتمالاً د نورو بشري مرستو غوښتنه وکړي او ممکن د جاپان او افغانستان ترمنځ د اړیکو په اړه د جاپان له حکومتي چارواکو سره هم خبرې وکړي.

جاپان په افغانستان کې ډیپلوماټیک فعالیتونه روان ساتلي او د ملګرو ملتونو له لارې یې د طبي تاسیساتو ملاتړ کړی دی.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي، چې نن (یکشنبه د سلواغې اته‌ویشتمه) د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي سره جاپان ته روان شو.

هغه په ​​ایکس پاڼه کې لیکلي: “مونږ د یو پیاوړي، متحد، پرمختللي، سوکاله، پرمختللي افغانستان او د نړیوالې ټولنې د فعال غړيتوب لپاره له نړۍ سره د درناوي وړ تعامل غواړو.”

د یادونې ده، چې نظري د دې سفر په اړه نور جزئیات ندي ورکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کډوالو چارو وزارت په بلوچستان کې له کورونو څخه د افغان کډوالو شړل وغندل

د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د سلواغې پر اووه‌ویشتمه پاکستانيو پولیسو د بلوچستان ایالت په کوټه او کچلاک سیمو کې د شپې لخوا د یو شمېر افغان کډوالو پر کورونو چاپه ووهله؛ یو شمېر افغان کډوال یې پر زور له خپلو کورونو وشړل او له ناوړه چلند سره یې مخ کړل.

Published

on

(Last Updated On: )

د کډوالو چارو وزارت د یکشنبې د ورځېسلواغې اته‌ویشتمه ) د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دې وزارت د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له خپلو کورونو څخه د افغان کډوالو جبري ایستل وغندل.

د کډوالو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د سلواغې پر اووه‌ویشتمه پاکستانيو پولیسو د بلوچستان ایالت په کوټه او کچلاک سیمو کې د شپې لخوا د یو شمېر افغان کډوالو پر کورونو چاپه ووهله؛ یو شمېر افغان کډوال یې پر زور له خپلو کورونو وشړل او له ناوړه چلند سره یې مخ کړل.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د پاکستانيو پولیسو لخوا په شړل شویو کسانو کې ۶۵ ماشومان او ۳۰ افغان میرمنې دي، چې د کندهار ولایت د سپین بولدک له سرحدي لارې افغانستان ته راوشړل شول.

د پاکستان حکومت په تېرو دوه کلونو کې پرله‌پسې دا ډول هڅې کړې دي، چې د ګاوږنډیتوب له ټولو اصولو او نړیوالو اسلامي قوانینو پر خلاف دي او ذا چاره یې روانه ساتلې ده.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دا ډول کړنې غندي او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي، چې په هغه هېواد کې له افغان کډوالو سره خپلې مرستې او همکاري روانه وساتي، چې له عزت سره خپل هېواد ته راستانه شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!