بی بی سی پښتو
“د هغه جرم بدل کې یې ورکړم چې زما تر زېږېدو لس کاله وړاندې شوی و”
"زما تر زېږېدو لس کاله وړاندې زما پلار یو کس وژلی وو. تردې پېښې دوه کاله وروسته جرګې ددې کس د وژنې په بدل کې زموږ د یوه خپلوان لور په "بدو" کې ورکړه.
خو اته کاله وروسته چې کله زه وزېږېدم، نو د هغې جینۍ مور او پلار زما پلار ته وویل، چې اوس دي د دوی د لور پر ځای خپله لور هغو خلکو ته ورکړي. همداسې زما دې نړۍ ته تر راتګ لس کاله وړاندې - زه د خپل پلار د جرم په بدل کې په ؛بدو؛ کې ورکړل شوم".
زرڅانګه (نوم يې بدل دی) دا وخت له پنځه اویا بیا تر اتیا کلونو پورې عمر لري. دا تر زېږېدو سمدستي وروسته په بدو کې ورکړل شوې او د نهه کالو په عمر کې يې واده شوی.
دا سپين سرې وايي "زه خپل واده ته واده نه وایم، ځکه چې زه خو لا ماشومه وم او ان د واده تر شپې پورې لا له خپلې مور سره یو ځای ویدېدم. د واده شپه يې راته نوي کالي راواغوستل، دوې د پاخه عمر ښځې راغلې او زه يې په زوره له خپل کوره وایستم".
د پښتنو په ځينو قبیلو کې نن هم په بدو کې د ورکړل شوې ښځو په ودونو کې د عادي واده په څېر خوشالۍ نه لمانځل کېږي او تر ډېره دغه ښځې په توره شپه په چوپه چوپاهي کې د پلار له کوره ایستل کېږي.
د زرڅانګې په خبره ددې په واده کې یواځې همدا دوې پخې ښځې راغلې وې، چې دې ته يې نوې جوړه راوړې وه او نیم ساعت وروسته يې له خپل کوره په زوره وایسته.
"ما ته یاد دي، چې مخ مې لا ونه وینځه او پوه شوم، چې همدا مې واده دی. ځکه چې تردې څو ورځې وړاندې زما مور ژړاوي شروع کړې وې او اکثره به يې زه په غېږ کې ونیولم او په چیغو چیغو به یې ژړل".
د زرڅانګې په خبره دې د واده او په بدو کې د ورکړل شويو ښځو په هکله اورېدلي وو، خو په دې نه وه خبره چې ددې واده به په نهه کلنۍ کې کېږي.
د زرڅانګې د پلار د کندهار په یوه کلي کې باغونه وو. شاوخوا نیوي کاله وړاندې ددې د پلار او د یوې بلې قبیلې د خلکو د اوبو پر وېښ جنګ شوی وو. د هغه وخت خلک وايي، چې ددې پلار په دغه جنګ کې د مخالفې ډلې یو کس وواژه.
لکه د پښتنو د نورو جګړو په څېر تردې جګړې دوه کاله وروسته روغه وشوه او د زرڅانګې یوه خپله يې ددې بدو په ورغه کې ورکړه. وخت تېرېده او اته کاله وروسته چې کله زرڅانګه دې نړۍ ته راځي، نو سمدستي يې نوم په بدو کې ورکړل کېږي.
"کله چې زه پيدا کېږم نو خپلوان مې پلار ته راځي او ورته وايي، چې مړی خو تا کړی وو، نو په بدو کې هم د دوی د لور پر ځای باید خپله لور ورکړي، ځکه چې اوس خو یې لور شته".
تر واده وروسته د ژوند په هکله زرڅانګه وايي، چې ددې له مېړه ماسوا ټولې خسرګنۍ همدا د دوی د وژل شوي کس د وژل کېدو زمه واره بلله او د هغه د وژنې غچ به يې له دې اخیست.
"څو کاله يې ماته په څلرویشت ساعته کې یواځې یوه ډوډۍ راکوله او نور به يې هیڅ نه راکول. ماته یاد دي، چې زموږ یوې څنګلورې به کله نا کله چای او ډوډۍ زما له خسرګنۍ پټه ماته راوړه".
زرڅانګه چې یې په بدو کې کوم کس ته کښېنولې وه، د هغه مخکې لا دوه نور ودونه هم وو او درېیمه ښځه يې زرڅانګه شوه. د نورو ډېری و پښتنو کورنیو په څېر د زرڅانګې خسرګنۍ هم یو لوی کور وو، چې درې وروڼه، خسر او خواښې له خپلو زامنو او لوڼو سره پکې اوسېدل.
د زرڅانګې په خبره که څه هم ددې مېړه دې ته ډېرې خوښۍ نه دي ورکړې، خو هغه وخت چې به يې مېړه پر کور وو، نو خسرګنۍ به يې ډېر ظلم نه ورباندې کاوو. ددې په خبره مېړه به يې له ښاره لرې په بل ښار کې خواري کښه، چې ان یونیم یا دوه کاله وروسته به کور ته راتلو.
زرڅانګه وايي، تر واده يې شاوخوا اووه کاله وروسته مشر زوی پيدا شو، چې خسرګنۍ به يې بیا هم په څلرويشت ساعته همغه یوه ډوډۍ ورکوله. دا وايي، په څلور پنځه کاله کې چې به کله د پلار کور ته راغله نو ان هلته به يې هم نه خپله ډېره ډوډۍ خوړه او نه به يې خپل ماشوم زوی ته ډېره ډوډۍ ورکوله، ځکه چې ددې په خبره وېره ورسره همدا وه، چې دواړه په ډېره ډوډۍ اموخته نه شي، ځکه چې د خسر په کور بیا نه ورته رسېږي.
"یوځل زه د خپل پلار کور ته راغلم او څو ورځې وروسته له مور سره د خپلوانو کور ته د څه وخت لپاره ورغلم. کله چې زه بېرته کور ته راغلم، نو کشرې خور مې زما زوی د تناره په غاړه ورسره کښېنولی او توده توده ډوډۍ ورکوي. ما خپلې خور ته ور ږغ کړل چې دومره ډېره ډوډۍ مه ورکوه، هسې نه په توده او ډېره ډوډۍ اموخته شي، هلته به يې بیا زه له کومه ورکوم؟ زوی مې را ږغ کړه، وايې مورې! دلته مې ډوډۍ ته پرېږده، هلته به بیا زه هم صبر وکړم".
زرڅانګه زیاتوي، شاوخوا پنځلس کاله ددې خسرګنۍ دا وهله ډبوله او ان څو څو ځلي به يې هډوکي هم ورمات کړل. ددې په لاسونو کې نن هم ددې ټپونو داغونه ښکاري.
دغه سپين سرې وايي، په بدو کې د ورکړل شويو اکثره ښځو ژوند ډېر تریخ وي او خسرګنۍ ورباندې ډېر ظلمونه کوي، خو ددې په خبره ددې په څېر ظلمونه به ډېرو کمو ښځو ګاللي وي. دا زیاتوي، چې کله به د کور په کارونه کې ډېره ستړې شوه او د ډوډۍ غوښتنه به يې وکړه، نو په ځواب کې به يې خسرګنۍ دومره ووهله، چې بیا به څو څو ورځې نه وږې کېده.
"یوه ورځ ډېره ستړې شوم، خواښې ته مې وویل چې نن بېخي ډېره وږې یم او له لوږې مې په بدن کې سېک نشته، نو د خوړلو لپاره یو څه راکړه. خواښې مې د کور ټول نارینه راوغوښتل او ورته وې ویل، زموږ د دوښمن لور زموږ په کور کې د خوراکونو فرمایشونه کوي. تر هغه وروسته مې دوه لېورونه او د هغو زامن راباندې راولاړ شول او دومره يې ووهلم چې نن هم راته یاد نه دي، چې څو شپې بې هوشه پرته وم".
د زرڅانګې په خبره یو ځل دا خسرګنۍ دومره ووهله، چې کوڅۍ يې ترې وکښې. دا وايي، هغه کوڅۍ يې غوټه بیا څو میاشتې وروسته خپلې مور ته راوړې، چې هغې تر کلونو کلونو له ځان سره ايښې وې.
"زما مشرې ورېندارې بیا یو وخت راته وویل، چې زما مور هغه کوڅۍ څو کاله په خپله بوخڅۍ کې ايښې وې او اکثره به يې مخ ته نیولې او ورته ژړل به يې".
زرڅانګه نن هم په څلور پنځه کاله کې یو ځل د خپلو وروڼو کور ته راځي او هلته بیا میاشت یا دوې تېري کړي. دا وايي په دوی کې همدا دود دی، چې ودکړې ښځه د پلار یا د وروڼو کور ته په یوه یا دوه کاله کې یواځې یو ځل راځي. خپله زرڅانګه چې په بدو کې ورکړل شوې، د یوه یا دوه کاله پر ځای به په څلور پنځه کاله کې یو واري د پلار یا وروڼو کور ته راتله.
ددې په خبره تر واده يې شاوخوا پنځلس کاله وروسته خسرګنۍ سره جلا شوه او ددې مېړه هم خپل جلا کور جوړ کړ.
اته لسیزې وړاندې په بدو کې ورکړل شوې هغه ماشومه اوس د یو شمېر لمسیو او لمسیانو "انا" ده. که څه هم اوس يې ژوند ښه تېرېږي، خو زیاتوي، په تېر کې ورباندې شوي ظلمونه يې نن هم یو - یو یاد دي. "هغه ظلمونه به مې هله هېر شي، چې ډورۍ ته مې ورکښته کړي".
بی بی سی پښتو
بې پولې خبریالان: افغانستان کې رسنۍ تاو تریخوالي او جبري سانسور سره مخ دي
د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو له مهاله راهيسې تر اوسه د خبریالانو د نیول کېدو ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.
دغه اداره وايي خبريالانو سره تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوي او ورته ويل شوي چې کوم خبر باید خپور کړي او کوم باید خپور نه کړي.
دغې ادارې په خپل رپوټ کې دا د خبر یالانو په چارو کې د طالبانو استخباراتي ادارې بربنډه لاس وهنه او د رسنیزو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.
بې پولې خبریالان وايي، تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو نیولو او ځورونې پېښې لا ډېرې وې.
پخپلسري ډول د اریانا نیوز خبریال اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت د سلواغې پر ۱۱ مه نیول شوي وو او د ۴۸ ساعتونو لپاره بندیان وو.
دا د خبریالانو نیولو وروستۍ پېښه وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دې هکله ویلي و، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو 'نیول شویو ' خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.
بل لور د بې پولې خبریالانو رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو استخباراتو ۵۳ ریاست دې پېښو کې مخامخ ښکېل دی، دوی خبریالانو ته د خبرونو او ان خپرونو لپاره د مېلمنو په انتخاب کې لاسوهنه کوي.
د بې پولې خبریالانو ټولنه کې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني وايي، د خبریالانو ګواښل او ځورول د منلو وړ نه دي او هغوی باید د نیول کېدو له ډاره پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.
د خبریالانونړیوال فدراسیون هم تېره ورځ د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول او ځورونه غندلې او په وینا یې دغه ډله باید پخپله وینا کې د بیان ازادۍ درناوی وکړي.
طالبانو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې ویلي، خبریالان کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو اسلامي اصولو ته باید پاملرنه وشي.
د ښځینه فعالانو نیول کېدو پېښې
دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنېشنل هم پر طالبانو غږ کړى چې په سملاسي ډول دې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي چې د خپلو حقونو لپاره په سوله ييز ډول احتجاج کوي.
په دا وروستیو کې شپږ ښځې په کابل کې وسله والو کسانو له ځان سره بیولې دي.
د یوې نیول شوې نجلۍ تمنا پریاني خور شګوفه وايي، ''له طالبانو غواړم، چې لطفاً زما خویندې پرېږدئ، تاسې ولې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه وایاست؟ ''
د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته مهال له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د دې سازمان یوه څېړونکي زمان سلطانی بي بي سي ته وویل:
''طالبان باید سملاسي غیر قانوني نیونې ودروي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، باید له قید او شرط پرته خوشي شي. موږ دا وروستیو کې د جبري بې درکه کېدو او نیول کېدو شاهدان وو. ''
طالبان د ښځو نیولو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو وايي، پلټنې کوي.
د طالبانو ویاند یوه مرسیتال انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل:
''موږ په پرلپسې ډول له امنیتي ارګانونو سره اړیکه کې یو. تر اوسه پورې دې لړ کې له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي. ښايي امنیتي ارګانونه به هم تر اوسه کوم معلومات نه لري. موږ ته یوازې همدومره ویل شوي دي، چې زموږ هڅې روانې دي. ''
د بشري حقونو سرغړونو دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د فرانسې له خبري اژانس سره یوه تازه مرکه کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکي په ښه کېدو دي او نژدې ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.
بل لور نړیواله ټولنه وایي، تر هغو چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي و نه کړي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژندل شي.
بی بی سی پښتو
اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي
د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.
يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.
په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، "تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي".
نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.
د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، "د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري".
نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، "افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري".
نوموړې زياته کړه چې "نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی".
د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، "نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري".
اغلې انوري وويل، "نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې".
افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، "دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی".
نوموړې وويل چې "افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري".
اغلې سعيد زياته کړه، "د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي".
د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.
بی بی سی پښتو
افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.
ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی. ''
https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045
په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.
د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.
افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.
طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.
دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.
په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
-
تازه خبرونه4 days ago
اسلامي امارت به په پکتیکا کې د پاکستان وحشیانه بریدونه بې ځوابه پرې نهږدي
-
نړۍ4 days ago
د سوریې پخوانیو وسلوالو له دفاع وزارت سره د ادغام هوکړه وکړه
-
نړۍ3 days ago
د سوریې د پخواني حکومت ځواکونو ۱۴ پولیس سرتېري ووژل
-
تازه خبرونه3 days ago
نړیواله ټولنه دې د پاکستان د بې عدالتۍ او ظلم مخه ونیسي ـ د هوایي برید ټپیان
-
تازه خبرونه3 days ago
پاکستان په افغانستان کې خپل هوايي بریدونه تائید کړل
-
نړۍ4 days ago
د شتمنو هېوادونو د مرستو کمېدو له کبله په نړۍ کې د لوږې بحران پراخه شوی دی
-
تازه خبرونه4 days ago
په پکتیکا کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې ۵۲ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
نړۍ5 days ago
اسرائیلو په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژنې پړه ومنله