تازه خبرونه

د هرات په زلزله کې ۷۵۰۰ اومیدواره میرمنې اغېزمنې شوي – د م.م د وګړیو صندوق

Published

on

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق د اټکل له مخې؛ د هرات زلزلې شاوخوا ۷۵۰۰ اومیدواره میرمنې اغېزمنې کړې دي.

د یکشنبې پر ورځ (د تلې ۳۰ ) د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د خپلو عزیزانو د له لاسه ورکولو پر اومیدواره میرمنو ډېر ناوړه اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، چې سیمې ته یې د رواني ناروغیو سلاکاران استولي، چې د خپلو عزیزانو د مړینې له کبله د رامنځته شوي د غم په کمولو کې له هغوی سره معنوي مرستې وکړي.

له بلې خوا زلزلې روغتیايي مرکزونه او تاسیسات هم سخت زیانمن کړي دي.

د راپورونو له مخې؛ د دغې زلزلې په پایله کې لږ تر لږه ۴۰ روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه یا ویجاړ شوي او یا هم زیانمن دي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې د راپور له مخې، له همدې کبله شاوخوا ۵ میلیون او ۸۰۰ زره کسانو ته په روغتیايي خدمتونو کې ځنډ رامنځته شوی دی.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وه؛ د دوی مرستندویه ټولنې پلان لري، چې ۱۱۴ زره زلزله ځپلیو ته مرستې ورسوي، چې د دغه پروګرام د عملي کولو لپاره۹۳ اعشاریه ۶ میلیون دالرو ته اړتیا ده.

دغې ادارې څرګنده کړې، چې د هرات زلزلې له کبله د زیانمنو شویو کسانو شمېر له ۱۵۴ زره اوښتی او په زلزله کې د ویجاړو شویو کورونو شمېر ۲۱۵۰۰ ته رسېدلی دی.

دغه راز د عامې روغتیا وزارت ويلي: شک نشته، چې زلزلې د ښځو پر روحیه ناوړه اغېز کړی؛ خو دا کره شمېره نه، بلکې اټکل دی.

په افغانستان کې د مهاجرینو لپاره د ناروې د ماموریت دفتر هم ویلي، چې په هرات کې له ۴۰ زره ډېر کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او له ۱۰۰ زره د ډېرو کسانو وضعیت باید ښه شي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ په هرات ولایت کې د پرله‌پسې زلزلو او وروستیو ټکانونو یې له ۱۴۸۰ ډېر کسان مړه کړي، ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

Trending

Exit mobile version