تازه خبرونه

د هرات له تاریخې سیمو څخه درې بهرنیو بایسکل سپرو سیلانیانو لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: )

په تېرو وروستیو ورځو کې درې بهرنيو سيلانيانو پر بایسکل زرګونه کيلومتره واټن وهلي او د بېلابېلو هېوادونو له لارې د هرات ولایت له تاریخي او فرهنګي سیمو څخه د لیدنې لپاره راغلي دي.

دا سيلانيان، چې له اروپايي هېوادونو راغلي او د بايسکل په وسيله يې د بېلابېلو هېوادونو له لارې ځانونه افغانستان ته رارسولي وايي، چې د دوی د سفر موخه د افغانستان له سياحتي او تاريخي ځايونو ليدنه ده.

دغه سيلانيان غواړي په دې ډول د هېواد زياترو ولايتونو ته سفر وکړي.

ګرځندوی مارکو، آلماني وګړی دى او افغانستان ته یې دا لومړنی سفر دی. نوموړي هرات ولایت ته د رارسېدو لپاره اوږده لار وهلې او غواړي د دغه ولايت ټول سياحتي او پر زړه پورې ځايونه وګوري.

ایتالوی ګرځندوی نیکولای خپل سفر یو کال مخکې له ایتالیا څخه پر بایسکل پیل کړی و؛ هغه مسلمان دی او تر دې مهاله یې ۱۷ هېوادونو ته سفر کړی او اوس افغانستان ته رارسېدلی دی.

نیکولای ويلي، چې د سفر موخه یې له اسلامي هېوادونو لیدنه او له دودونو خبرتیا ده. هيله من دی جګړه او ناامني ورکه شي، چې اسلامي هېوادونه تلپاتې سولې ته ورسېږي.

ګرځندوی میشل یو بل آلماني وګړی دی، چې هرات ته یې اوږد سفر کړی؛ د کابل او بلخ ښارونو ته  تللی او هڅه کوي، چې د افغانستان ډېرو ولایتونو ته سفر وکړي.

میشل وايي، دلته ژوند بل ډول دی او د بېلا بېلو فرهنګونو لیدل خوښوي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوي آمر رحمت الله محمدي ويلي، چې په دې وروستیو کې هرات ولایت ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ ډېر شوی او له بېلابېلو هېوادونو څخه بهرني وګړي د هرات د سيلانيزو ځايونو د ليدو لپاره دغه ولايت ته راځي.

هرات یو لرغونی ښار دی، چې څه باندې ۷۰۰ جهیلونه او تاریخي ساحې لري؛ سیاحتي ځایونو یې دغه ولایت ته کورني او بهرني سیلانیان راجلب کړي  او ډېر بهرني سيلانيان د دغو تاريخي ځایونو د ليدو لپاره راځي.

 

Foreign cyclists visit Herat | بازدید سه گردشگر رکاب زن خارجی از ولایت هرات

Trending

Exit mobile version