تازه خبرونه

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې د ترکیې له زلزله ځپلیو سره مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: )
په هرات ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ترکیې له زلزله ځپلیو سره خپله څه د پاسه ۵۰ زره دالر مرسته د د دې ولایت قونسلګرۍ ته وسپارله.

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکو ويلي؛ که څه هم د زلزلې له کبله د ترکیې خلکو ته د اوښتو زیانونو پر پرتله دا مرسته ډېره کمه ده، خو د ترکیې خلکو او حکومت ته د دوستۍ او همکارۍ پیغام رسولی شي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس قاضي زاده ویلي: نن د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې لخوا د ترکیې هېواد ته د پیغام په توګه یوه اندازه پیسې ورکړ شوې. د هرات ولایت والي او د هرات سوداګرۍ خونې له لوري د ترکیې جلالتمآب قونسلګرۍ ته پېنځه شپیته زره او پېنځه سوه دالر نغدي ډالۍ ورکړ شوه.

په دې مراسمو کې د هرات سیمه ییزو چارواکو د ترکیې د بشردوستانه مرستو، چې تل یې د افغانستان خلکو ته رسولې دي؛ قدرداني وکړه.

د هرات والي نوراحمد اسلام جار ويلي، د دواړو هېوادونو ولسونه له یو بل سره نږدې اړیکې لري او تل يې په ځانګړیو حالاتو کې له يو بل سره همکاري، خواخوږي او همدردي کړې ده.

نوراحمد اسلام جار وایي: د افغانستان باعزته ملت او په ځانګړي توګه د هرات خلک په ترکيه کې د خپلو ترکي وروڼو خدمت ته هر وخت چمتو دي او که اسانتياوې ورته برابرې شي؛ هم چمتو دي، چې په سوریه کې هم د خپلو مظلومو وروڼو خدمت وکړي.

په هرات کې د ترکیې جنرال قونسل سینان ایلیخان وایي: زه د ترکيې د خلکو پر استازيتوب له دغو نغدي مرستو مننه کوم، چې د افغان او ترکي وروڼو ترمنځ په سختو حالاتو کې د پيوستون يوه بله بېلګه ده.

په ترکیه کې وروستۍ زلزلې د دغه هېواد شاوخوا لس ولایتونه سخت ځپلي او د دې هیواد پر زرګونه وکګړیو سربېره په دغو ولایتونو کې میشت لسګونه افغانانو ته هم تلفات اوښتي دي. په ترکیه کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې زلزله کې ۱۱۶ افغانان هم مړه شوي دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نعیم الحق حقاني څرګنده کړې: زمونږ د ترکي وروڼو ترڅنګ يو زيات شمېر افغانان هم د زلزلې تر خاورو او ویجاړیو لاندې شهيدان شول. په دغه ناورین کې، چې زمونږ ترک ورور او خور مړه شول؛ د دوی افغان ورور هم ورته درد احساسوي او ځانونه ورسره په دې غم کې شریک ګڼي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ترکیې له زلزله ځپلیو سره څلور نیم میلیون او اسلامي امارت ۱۵ میلیون افغانۍ مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version