تازه خبرونه
د هرات د اوسپنې او د غور د سرپو کانونو د داوطلبۍ ګټونکي اعلان شول

د د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په هرات کې د اوسپنې د کانونو د استخراج او پروسس او په غور کې د سرپو کانونو ګټونکي شرکتونه اعلان کړل.
د ریاست الوزرا په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوشنبې پر ورځ ( د زمري ۱۶ ) د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د څلورو بلاکونو او همدا راز د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو کان د یو بلاک د استخراج او پروسس ګټونکي شرکتونه له آزادې داوطلبۍ وروسته په لاندې بڼه اعلان شول:
۱ـ وطن درخشان شرکت، چې آذاران صنعتي سازه ایراني شرکت یې ۷۰ سلنه ونډوال دی؛ د ۶۴.۶ نمرو پر اخیستو د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د لومړي بلاک ګټونکی دی.
۲ـ ساحل شرق میانه شرکت، چې دره نور افغاني شرکت او ايپکول ترکي شرکت یې هر یو ۱۵ سلنه ونډوال دي؛ د ۶۱ نمرو پر اخیستو د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د دوهیم بلاک ګټونکی دی.
۳ـ شمش ملي شرکت، چې GBM او AD Resources انګلستاني شرکتونه یې ۳۵ سلنه ونډوال دي؛ د ۶۸.۵ نمرو پر اخیستو د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د درېیم بلاک ګټونکی دی.
۴ـ باختر فولاد شرکت، چې احیای سپاهان او پارسیان ایراني شرکتونه یې ۴۹ سلنه ونډوال دي؛ د ۶۰.۵۰ نمرو پر اخیستو د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د څلورم بلاک ګټونکی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د یادو بلاکونو د ګټونکیو شرکتونو ډېره ونډه افغان شرکتونه جوړوي، چې له بهرنیو شرکتونو سره به په ګډه دغه بلاکونه پر مسلکي ډول استخراج او پروسس به یې په کور دننه ترسره کوي.
د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو کان له څلورو بلاکونو څخه د یو بلاک ګټونکی افغان انوېست شرکت دی، چې دوی ته په قرارداد ورکول کیږي.
سرچینې زیاته کړې؛ د دې کان عواید به په عامالمنفعه پروژو کې لګول کیږي، چې ډېره برخه به یې په کور دننه د برښنا تولید او ورسره اړوند چارو ته ځانګړې کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د څلورو بلاکونو او همدا راز د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو کان د یو بلاک د قراردادونو منظوري د اسلامي امارت مشرتابه ورکړې ده.