Connect with us

تازه خبرونه

د نړۍ هېوادونه دې د نه‌مداخلې نه‌بدلیدونکي اصل ته ژمن پاته شي – اسلامي امارت

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو امنیت شوری ته د یوناما د استازې د څرګندونو په اړه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي؛ مونږ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د عمومي منشي د ځانګړې استازې لخوا د اعلامیې د ځینو برخو هرکلی کوو، چې په افغانستان کې یې پر مثبتو بدلونونه اعتراف کړی دی. لکه پر نشه‌یي توکو اغېزمن بندیز، اقتصادي ثبات، د فساد نه‌شتون، په ځینو برخو کي د نجونو زده‌کړو ته لاسرسی، په منظمه توګه د عوایدو راټولول، د معاشونو ورکول، په امنیتي ډګر کې د پام وړ ښه والی او د داعش پر وړاندې کوټلي هڅې.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې څرګنده شوې؛ د دې استازې په څرکندونو کې هڅه شوې، چې د افغانستان پیچلي ځمکني واقعیتونه منعکس کړي، چې دا د بندیزونو د کمیتې د څارنې ډلې او د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي وروستي راپور برعکس ول،  چې له غلطیو ډک او د ځینو لوبغاړیو سیاسي اجنډا منعکس کولو لپاره چمتو شوي وه.

بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ مونږ په اعلامیي کې د افغانستان په اړه له یادو پیچلتیاوو نوټ اخلو او دا خبره تکراروو؛ د افغانستان اسلامي امارت هغو نړیوالو نورمونو او مکلفیتونو ته ژمن دی، چې د اسلامي شریعت له اصولو او د افغانستان له فرهنګي معیارونو سره په ټکر کې نه وي او یا زمونږ ملي ګټې زیانمنې نه‌کړي.

بهرنیو چارو وزارت وایي؛ له همدې کبله مونږ له ټولو هېوادونو غواړو، چې د نه‌مداخلې نه‌بدلیدونکي اصل ته ژمن پاته شي او زمونږ په کورنیو چارو کې د حکومتدارۍ او قوانینو د جوړښت او څرنګوالی په ګډون د لاسوهنې ټولې هڅې بندې کړي.

د دغې اعلاميې په پای کې راغلي؛ افغانستان د امنیت تامینولو، د سرحدونو خوندي کولو، د ګواښونو د رامنځته کیدو مخنیوي، عدالت ته لاسرسي، د قاچاق پر وړاندې مبارزې او د نشه‌یي توکو له منځه وړلو په ګډون خپلو نړیوالو مسوولیتونو ته ژمن دی. اوس باید نړیواله ټولنه هم خپل مسوولیتونه لکه د نه لاسوهنې بنسټیز اصل رعایت، زمونږ ملي امنیت ته د نورو اړخونو لخوا د ګواښ مخنیوی او د قاچاق او نشه‌یي توکو له ټولو ډولونو سره مبارزه او زمونږ په داخلي چارو کې نه لاس وهني ژمنتیا تر سره کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۳۱ ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې، چې د افغانستان د مسئلې په اړه جوړه شوې وه؛ په خبرو  ويلي، چې د افغانستان اسلامي امارت به تر هغې پر رسمیت ونه‌پیژندل شي، چې پر افغان ښځو بندیزونه لرې شوي نه‌وي او اسلامي امارت له همدې کبله په سیاسي لحاظ، په انزوا او استبداد کې پاتې شوی دی.

تازه خبرونه

د واخان سړک د دوه‌یم فاز د جوړولو تړون لاسلیک شو

د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت د چارسمبالي(سرپرست) محمد یونس اخوندزاده ویلي، چې د دې تړون له مخې به د دغه ۷۱ کیلومټره سړک د جوړولو چارې به چټکې تر سره شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي؛ نن پنجشنبه( د کب درویشتمه) د بدخشان ولایت د واخان سړک د دوه‌یم فاز د جوړولو تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.

د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت د چارسمبالي(سرپرست) محمد یونس اخوندزاده ویلي، چې د دې تړون له مخې به د دغه ۷۱ کیلومټره سړک د جوړولو چارې به چټکې تر سره شي.

د محمد یونس اخوندزاده د څرګندونو له مخې؛ د واخان سړک د جوړولو لګښت د اسلامي امارت له پراختيايي بودجې څخه تمویلیږي.

د افغانستان اسلامي امارت دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کړی، چې تېرو حکومتونو د واخان اوسیدونکي له هر راز اړينو اسانتیاوو؛ په ځانګړي توګه له سړک بې‌برخې ساتلي وه.

ویل کیږي، چې د دې پروژې له عملي کېدا سره به نه یوازې د بدخشان او واخان اوسېدونکو ته ګټه ورسيږي، بلکې ورسره د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې هم پراخه شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان کې پر ریل‌ګاډي د برید ادعا رد کړه

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له پاکستان وغوښتل، چې د بې مسوولیته څرګندونو پر ځای دې د خپلو امنیتي مسلو او کورنیو ستونزو حلولو ته پام راواړوي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي برید له افغانستان سره تړاو لري.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له پاکستان وغوښتل، چې د بې مسوولیته څرګندونو پر ځای دې د خپلو امنیتي مسلو او کورنیو ستونزو حلولو ته پام راواړوي.

هغه ویلي؛ د بلوڅ اپوزیسیون هیڅ غړی په افغانستان کې نشته او نه یې له اسلامي امارت سره کومه اړیکه لرلې ده.

نوموړي زیاته کړې: “د سیاسي موخو لپاره د ملکي وګړو قرباني کول د توجیې وړ نده او مونږ په دې پېښه کې د بې ګناه خلکو پر مرګ او ژوبلې خواشیني یوو.”

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه، چې تېره ورځ د بلوچستان پر مسافر وړونکي ریل‌ګاډي برید په افغانستان کې میشتو وسلوالو پلان کړی و.

پر ریل‌ګاډي برید، چې ۴۰۰ مسافر یې لېږدول؛ د سې‌شنبې پر ماسپښین پیل شو او تر چارشنبې پورې یې دوام وکړ. د برید په پایله کې ۲۱ مسافر، ۳۳ بریدګر او څلور سرتېري ووژل شول.

د بلوچستان د آزادۍ پوځ د دې پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د نشه‌یي توکو تولید او قاچاق د پام وړ کم شوی – عبدالمتین قانع

عبدالمتین قانع دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو د دفتر د نوي راپور په غبرګون کې کړي او زیاتوي: “مونږ تاسې ته ډاډ درکوو، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه د پخوا پر پرتله ډېر کړي او دا بهیر به روان وي.”

Published

on

(Last Updated On: )

د کورنیو چارو وزارت ویاند ويلي، چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د پروسس او قاچاق کچه د پام وړ کمه شوې او له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو یې د کښت، تولید او قاچاق په مخنیوي کې ځانګړې  لاسته راوړنې لري.

عبدالمتین قانع دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو د دفتر د نوي راپور په غبرګون کې کړي او زیاتوي: “مونږ تاسې ته ډاډ درکوو، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه د پخوا پر پرتله ډېر کړي او دا بهیر به روان وي.”

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر په یوه نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د اپینو بیه لوړه شوې ده.

د دې راپور په غبرګون کې، قانع وایي: “دا عامه خبره ده، چې کله تولید او عرضه نه‌وي؛ نو بیه څو چنده لوړیږي او د پورته ذکر شوي دفتر څرګندونې د افغانستان اسلامي امارت د ډاډمنې مبارزې ښکاره بېلګه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د قطر حکومت له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د کوکنارو له پخوانیو کروندګرو سره د بدیلو لارو په موندلو کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!