لوبی
د نړیوال جام د غوراوي سیالیو لومړۍ لوبه کوربه لوبډلې زیمبابوې وګټله

د یکشنبې پر ورځ ویست اندیز او زیمبابوی د کرکت نړیوال جام د غوراوي په لومړۍ لوبه کې له امریکا او نیپال څخه لوبې وګټلې.
د فرانسې خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ویست اندیز دوه ځلي نړیوال اتل براندون کینګ او کایل مایرز ژر له لاسه ورکړل؛ خو څلور نور لوبغاړي یې پنځوسیزې ته ورسېدل، ځکه ویست اندیز په ۴۹.۳ آوورونو کې ۲۹۷ منډې جوړې کړې.
جانسن چارلس ۶۶، جیسون هولدر۵۶، روستون چیز ۵۵ او لوبډلمشر شای هوپ ۵۴ منډې جوړې کړې. نیکولاس پوران هم ۴۳ منډې ورزیاتې کړې.
د امریکا لوبډلې لپاره ګاجاناند سینګهـ پر ۱۰۹ توپونو د ۸ څلوریزو او دوه شپږیزو په ګډون ۱۰۱ منډې جوړې کړې؛ خو لوبډله یې هدف ته ونه رسیده او د ۳۹ منډو پر توپیر یې ماته وخوړه.
هولدر د سینګهـ د هڅو د ستاینې تر څنګ ویلي: مونږ باید دسپلین ولرو او باید آرام پاتې شو.
نوموړي زیاته کړې: هغه ښه لوبه وکړه، چې خپله لوبډله زمونږ ټولټال منډو ته نږدې کړي.
له دې مخکې زمبابوی نیپال ته د اته ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه؛ کریګ اروین او شان ویلیامز هر یو له سل ډېرې منډې وکړې.
اروین د ۲۹۰ منډو هدف له له څارلو ۍره په ۱۲۸ توپونو ۱۲۱ منډې وکړې، چې ۱۵ څلوریزې او یوه شپږیزه هم په کې ول او ویلیامز پر ۷۰ توپونو ۱۰۲ منډې وکړې. زمبابوی د دوه لوبغاړیو پر سوځېدو او ۳۵ توپونو پاتې کېدو ۲۹۱ منډې جوړې کړې.
په حراري سپورتي کلب کې د کوشال بورتل او آصف شیخ پر ترتیب د ۹۹ او ۶۶ منډو پر مرسته نیپال په ټاکلو ۵۰ آوورونو کې د اته لوبغاړو پر سوځیدو ۲۹۰ منډې جوړې کړې.
ولینګنن مساکادزا په پای کې د بورتل او شیخ دواړو ویکتې تر لاسه کړې او ریچارد نګاراوا پر ۹ آوورونو کې څلور ویکتې واخیستې.
زمبابوی د ډېر شمېر نندارچیانو په مخ کې د جویلورد ګامبي (۲۵ منډې) او وسلي مادوور (۳۲ منډې) مخکې له دې، چې اروین او ویلیامز د نیپال د توپ وهونکیو برید وڅاري؛ له لاسه ورکړې.
اروین ویلي: مونږ په رښتیا هم ښه پیل نهو کړی؛ د کیچ فرصتونه مو له لاسه ورکړل، خو پر لوبغاړیو ویاړو. مونږ فکر کاوه، چې ۲۸۰ یا ۲۹۰ منډې ترسره کولی شو؛ ځکه، چې د ډګر حالات مو پر ګټه ول.
هغه زیاته کړې: زه فکر کوم، چې نن لوبه ښه ترسره شوه؛ سبا د استراحت ورځ ده او مونږ به د سې شنبې پر ورځ د هالند پر وړاندې لوبه وکړو.
دغه سیالۍ به د دوشنبې پر ورځ دوام وکړي او په ب ګروپ کې به سریلانکا له عربي متحده اماراتو او ایرلند به له عمان سره مخ شي.
په اکتوبر او نومبر میاشتو کې د هند پر کوربتوب د درې اوونیزو غوراوي سیالیو له لس لوبډلو څخه به یوازې دوه هغه یې د نړیوال جام لپاره لوبیږي.
آریانا تلویزیون دغه سیالۍ هره ورځ پر ژوندۍ بڼه له تلویزیون او اوبپاڼې څخه خپروي.
د لوبې د وړاندې کولو پروګرام د کابل پر وخت له غرمې مخکې پر ۱۱:۰۰ بجو پیلېږي او خپله لوبه د کابل پر وخت له غرمې مخکې پر ۱۱:۳۰ بجو پیلېږي.
سیالۍ هممهاله د آریانا تلویزیون په اوبپاڼو کې خپریږي
www.arianatelevision.com/live و www.arianatelevision.com/icc-live
د آریانا تلویزیون د خپرونې د لیدو لپاره/ا دا ځای / کېکاږئ.