تازه خبرونه
د نړیوال جام او آسیا جام سیالۍ وځنډول شوې

د ۲۰۲۲ نړیوال جام او د ۲۰۲۳ آسیا جام د غوراوي سیالۍ د کرونا ویروس د خپریدو له کبله وځنډول شوې.
د آسیا فوتبال کنفدریشن او د فوتبال نړیوال فدراسیون له رسمي اعلان سره سم، د ۲۰۲۲ نړیوال جام او د ۲۰۲۳ آسیا جام د غوراوي سیالۍ د کووید – ۱۹ د پراخې خوریدا له کبله په ۲۰۲۰ کې وځنډول شوې او د لوبې بهیر به په ۲۰۲۱ کې ترسره شي.
د دغو بنسټونو د څرګندونو له مخې؛ د ټولو برخوالو د روغتیا او خوندیتوب لپاره، فیفا او د آسیا فوتبال کنفدراسیون په ګډه کار کوي، چې د سیمې له وضعیت څېړلو وروسته د لوبو د تر سره کولو لپاره ژر یوه نوې نېټه وټاکي.
OFFICIAL: #AsianQualifiers matches scheduled to take place in October and November 2020 will be rescheduled to 2021!https://t.co/29kgSmQVDC
— AFC (@theafcdotcom) August 12, 2020
ټاکل شوې وه، چې د افغانستان د فوتبال ملي لوبډله د پاتې درې لوبو لپاره په دې پړاو کې د اکتوبر پر ۸ له بنګله دېش، د اکتوبر پر ۱۳ له عمان او د نومبر کال ۲۰۲۰ له هندوستان سره ولوبیږي.
د افغانستان فوتبال ملي لوبډله د دې سیالیو په څلورم ګروپ کې ده.