Connect with us

تازه خبرونه

د نړیوالې مرستې پر بنسټ افغانستان له کویدـ ۱۹ سره مبارزه کوي

خپور شوی

د

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي پر وړاندې د لوړو روغتیایي خدماتو غوښتنو لوی خنډ رامنځته کړی، چې له تېرو څو میاشتو راپدیخوا یې د هېواد کمزوری روغتیایي سیستم له ستونزه سره مخ کړی دي.

له هغې وروسته،  چې کرونا ویروس له تېر اپریل راپدیخوا په افغانستان کې خپور شو، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت یې د مهارولو لپاره ځینې هڅې ترسره کړې او وتوانېد، چې له کووید- ۱۹ سره د بېړنۍ مبارزې او د روغتیایي سیستم د چمتو کولو لپاره د نړیوال بانک سل اعشاریه څلور میلیون امریکایي دالر وړیا مالي مرسته تر لاسه او عملي کار پیل کړي.

د ویروس د مخنیوي او وقایې لپاره لومړني تدابیر پلي شول؛ پر هوایي او ځمکنيو سفرونو بندیز ولګېد، د هېواد په کچه قرنطین پیل شو، خو له دې سره سره بیا هم په افغانستان کې پر کوید-۱۹ د اخته کسانو شمېر لوړ پاتې شو.

موندنې او د عامې روغتیا وزارت څرګندونې ښیي، چې د روان کال په فبرورۍ کې لومړنۍ پېښه هرات ثبت کړه، بیا د هېواد په کچه د اګست تر ۲۲ نېټې پورې د کووید -۱۹ شاوخوا ۳۷۹۵۳ مثبتې او ۱۳۸۵ د مړینې پېښې ثبت شوې دي. پلازمېنې کابل تر ټولو ډېر زیان لیدلی؛ یوازې دلته ۱۴۳۷۱مثبت کیسونه او۴۵۶ د مړینې پېښې راپور شوې دي.

د دې پروژې په چوکاټ کې تر اوسه ۸۶۳ مټریک ټنه د شخصي محافظت تجهیزات کابل ته رالیږدول شوي دي.

افغان حکومت د نړیوال بانک په مرسته توانېدلی، چې له اخته ناروغانو سره مرسته وکړي، د بېړنیو خدماتو روغتیایي کاروکوونکیو ساتنې ته پام وکړي او همدارنګه له ملي کتنځیو او درمنلیزو مرکزونو ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې له کووید- ۱۹ سره د بېړنۍ مقابلې او د روغتیایي سیستم د چمتو کولو پروژه د څو دولتي او نړېوالو بنسټونو په همکارۍ د پلي په حال کې ده. د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسېف) د دې پروژې له لارې د روان کال په جون کې یو لړ بېړني روغتیایي تجهیزات افغان حکومت ته تحویل کړي دي. په دغو تجهیزاتو کې د روغتونونو د ساتنې لپاره د یو ځل لګیدو د لوازمو په ګډون د اکسرې وسایل، اړتیا وړ لابراتواري مواد او د شخصي محافظت ۱۵۰۰۰۰ بستې په کې شاملې دي، چې دا بستې تر شپږ میاشتو د ډېر وخت لپاره د ۶۸۰۰ هغو روغتیایي کارکوونکیو د ساتنې لپاره بس دي، چې له کوېد-۱۹ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي.

د دې پروژې په چوکاټ کې تر اوسه۸۶۳ مټریک ټنه د شخصي محافظت تجهیزات کابل ته راانتقال شوي دي.

دغه تجهیزات روغتیایي کارکوونکي، چې پر کووید- ۱۹ د ککړېدو له جدي خطر سره مخ دي؛ بریالي کړي، چې پر کوید۱۹ - ویروس د لس زره ککړو ناروغانو تشخیص او څارنه وکړي. همدا ډول دې پروژې د هېواد په کچه څه نا څه ۱۳۰۰ د ځانګړې څارنې بسترونه چمتو کړي دي.

پر دې سربېره د دې پروژې په چوکاټ کې د نړیوال روغتیایي سازمان په همکارۍ د کوید-۱۹ د تشخیص ۲ نوي مرکزونه رامنځته شوي او ۷ نور شته لابراتوارونه پر پرمختللیو وسایلو مجهز شوي دي.

د کووید- ۱۹ د چټکې خپرېدا په مخنیوي کې د عامه پوهاوي د سطحې لوړاوی هم حیاتي رول لري. دغې پروژې په دې لړ کې د اپرېل او اګست میاشتو تر منځ د لس زره رادیویي، تلویزیوني او چاپي پیغامونو د خپرېدا مرسته کړې. دغه پیغامونه د کوید -۱۹ د اعراضو او علایمو او د وقایې برخه کې دي.

د دې پروژې موخه دا ده، چې د اویا فیصده ثبت شویو پېښو پایله ۴۸ ساعتونو او یا له دې لږ وخت ته راټیټه شي.

د عامې روعتیا وزارت د یونیسېف او نړیوال روغتیایي سازمان د فعالیتونو د همغږۍ مسوولیت پر غاړه لري، نادولتي بنسټونه د عامه پوهاوي په برخه کې د کمپاین مسوول دي او درېیمګړي بنسوټونه د دې پروژې له پلي کیدو څارنه کوي.

په لنډه موده کې د دې پروژې موخه دا ده، چې د اویا فیصده ثبت شویو پېښو ۴۸ ساعتونو او یا له دې کم وخت کې معالومه شي  او همدارنګه د عامه پوهاوي کچه تر ۵۰٪ لوړه شي. په دې معنا، چې لږ تر لږه د هېواد نیمایي نفوس باید وکولی شي، چې څه نا څه د کووید-۱۹ درې اصلي علایم تشخیص کړي او پر درې لومړنیو اقداماتو خبر وي.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!