تازه خبرونه

د نوي حکومت اعلانولو ته کومه نېټه نده ټاکل شوې – طالبان

Published

on

(Last Updated On: )

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، که څه هم د راتلوونکي نظام د اعلانېدو لپاره هڅې د وروستي کېدو په درشل کې دي؛ خو نشي کولی خلکو ته ناسمې څرګندونې ولري.

 په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو نږدې درې اوونۍ وروسته اوس هم د راتلوونکي نظام د جوړېدو هڅې بې پایلې دي.

په دوحه کې د طالبانو د رهبرۍ غړی شېرمحمدعباس ستانکزی که څه هم د هڅو د وروستي کېدو خبره کوي؛ خو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم آریانا نیوز ته وایي، چې نشي کولی خلکو ته ناسمې ژمنې ورکړي او د راتلوونکي نظام د اعلانولو نېټه، چې ناڅرګنده ده؛ په ګوته کړي.

محمد نعیم د مخکیني حکومت مشران د اوسني پیچلي حالت مسوول ګڼي او وایي، ټاکل شوې وه؛ واک په سوله ییز ډول ولېږدول شي؛ خو داسې ونشول.

نوموړي زیاته کړې: د نظام خنډول هیچا ته ګټه نلري؛ خو ټاکلې نېټه یې هم اعلامولی نشو، ځکه نه غواړو خلکو ته دروغ ووایو.

طالبان که څه هم د راتلوونکي نظام د نوم او کابینې پرڅرنګوالي خبرې له وخت مخکې بولي؛ خوطالبانو ته نږدې سرچینو ویلي؛ دوی غواړي، چې راتلوونکی نظام په خپل کنترول کې ولري.

دغو سرچینو ویلي، که څه هم طالبان د ټولمنلي نظام غوښتوونکي دي؛ خو ډېري کلیدي وزارتونه کېدی شي په خپل واک کې وساتي.

د افغانستان ژغورنې عالي شورا مشر سید اکبر آغا زیاته کړې: تر دې دمه ښکاره شوې نده، چې طالبان په راتلونکي نظام کې چاته برخه ورکوي؛ خو طالب مشران غواړي د نظام اړین وزارتونه له دوی سره وي.  

دا مهال ډېری دولتي بنسټونه د راتلوونکي نظام د نه څرګندېدو له کبله په بې برخلیک حالت کې دي.

کارپوهان باور دي، چې طالبان د راتلوونکي دولت ټاکلو لپاره له احتیاط کار اخلي او نه غواړي، چې د مخکیني حکومت سناریو بیا تکرار شي.

د پوهنتون استاد عبدالشکور هډه وال وایي: ډېر پام کوي؛ د نظام او کابینې کار ساده ندی او په تېرو حکومتونو کې یې هم وخت غوښتی دی. خلک باید له زغم برخمن شي.               

د پخواني حکومت ځینو سیاسي څېرو په ځانګړې توګه محمد کریم خلیلي له طالبانو غوښتي، چې راتلوونکی حکومت ژر اعلان کړي او د ټولو قومونو حضور په پام کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نږدې درې اوونۍ مخکې د امریکا تر ملاتړ لاندې د حکومتي تشې د ډکولو هڅې پیل کړې او ژمنه یې کړې، چې د بشري حقونو ساتنه به کوي او د تېرې ادارې د کارکوونکیو پروړاندې به له انتقام اخیستو هم ډډه کوي.

Trending

Exit mobile version