تازه خبرونه
د نورستان والي له یوه وسلوال بریده روغ ووت
(Last Updated On: )
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د کابل – ننګرهار پر لویه لار له یوه وسلوال برید روغ وتلی دی.
نن سهار ۷ بجې د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم پر موټریز کاروان ناڅرګندو وسلوالو وسلوال برید کړی دی.
نورستان والي ویلي؛ په دې پېښه کې یې یو ساتونکی وژل شوی او یو بل ټپي دی.
دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې نوموړی له خپلو ساتونکیو سره د جلال آباد پر لوري روان و.
په دې پېښه کې د نورستان والي ته ځاني زیان ندی اوښتي.
تر دې دمه د دغې پېښې مسوولیت هیچا پرغاړه ندی اخیستی.