تازه خبرونه
د ننګرهار ګمرک پېنځه کارکوونکي د فساد پر تور نيول شوي

(Last Updated On: )
د ننګرهار امنيه قومندان غلام سنايي ستانکزي څرګنده کړې، چې تېره شپه دولس بجې د کورنيو چارو وزارت د درندو جرمنو پر ضد د مبارزې ادارې منسوبينو د ننګرهار ګمرک پېنځه کارکوونکي د فساد پر تور نيولي.
نوموړي زیاته کړې؛ نيول شوي کسان هريو نقيب الله، محمد ايوب، سيد طاهر، سيد فاروق او سخى داد نومیږي، چې دمګړۍ د ننګرهار په امنيه قومندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت هم د ګمرک ۲۰ کارکوونکي د فساد پر تور نیول شوي دي.