تازه خبرونه
د ننګرهار په ۳ ولسوالیو کې طالبانو یوشمېر پوستې نیولي

وسلوالو طالبانو تېره شپه د ننګرهار په پچيراګام، هسکه مېنه او سره رود ولسواليو کې د افغان ځواکونو پر پوستو پراخ ډله ییز بريدونه کړي، چې له کبله يې د افغان ځواکونو ۱۰ پوستې نیولي دي.
د پچيراګام ولسوال هجرت الله وايي؛ طالبانو د پېره خېل او بمه خېل په اړوند سيمو کې د سيمه یيزې اردو او ځايي پاڅون کوونکیو پر پو ستو بريدونه کړي، چې له کبله يې دواړو غاړیو ته زیانونه اوښتي؛ خو کره شمېره يې په ډاګه شوې نده.
يوې سیمه ییزې امنيتي سرچينې، چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې وایي؛ ۵ پوستې او يو کوچنى بېز سقوط شوي، چې له کبله يې ۶ سرتېري وژل شوي او ۱۳ سرتېري طالبانو ژوندي بېولي؛ خو د خوشې کولو هڅې یې روانې دي.
دغه راز طالبانو د هسکې مېنې ولسوالۍ د تړلي کنډو په سيمه کې د سیمه ییز اردو او پاڅونکوونکیو پر پوستو بريدونه کړي.
د ننګرهار ولايتي شورا غړى عبيداالله شينوارى وايي، درې پوستې سقوط شوي، چې په کې ۵ سرتېري وژل شوي او اتلس ټپيان دي او د څلور نورو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
همهاله وسلوالو طالبانو د سره رود ولسوالۍ د ککړک په اړوند سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى، چې له کبله يې پوسته سقوط شوې ده.
د ننګرهار د امنيه قومندانۍ وياند فريد خان ويلي، په دې پوسته کې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د فريد د څرګندونو له مخې؛ په يادو درې واړو ولسواليو په نښتو کې د سرتېرو په ځوابيه بريدونو کې شل طالب وسلوال هم وژل شوي.
طالبان هم خپل لوري ته د مرګ و ژوبلې پخلى کړی؛ خو کره شمېره يې په ډاګه شوې نده.