تازه خبرونه
د ننګرهار پر زندان د داعش د برید پر مهال ۵۰ بندیان تښتیدلي

د ننګرهار ولایت د جلال آباد پر زندان د داعش جنګیالیو د برید پر مهال لږ تر لږه ۵۰ بندیان تښتیدلي دي.
د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ۱۵ تښتیدلي بندیان بېرته نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت منلې، چې نن ماښام یو شمېر وسلوالو بریدګرو د ننګرهار ولایت پر محبس برید کړی دی.
د یاد وزارت د خبرپانې له مخې؛ نن مازیګر شاوخوا ۶:۴۵ وسلوالو بریدګرو د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د محبس په ور کې یو موتر بم چاودنه کړې او بیا له امنیتي ځواکونو سره یې نښته وکړه.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، چې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي او روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
داعش د برید مسوولیت منلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړيو ځواکونو پرون جلال آباد ښار ته نږدې د عبدالله اورکزي په نوم د داعش ډلې یو پوځي مشر وژلی دی.