تازه خبرونه
د ننګرهار خبریالې ملالې میوند وژنې کورني او بهرني غبرګونونه راوپارول

د پنجشنبې پر سهار په ننګرهار کې د خبریالې ملالۍ میوند د وژنې خبر د رسنیو نړۍ غونی ځیږ کړ او د افغانستان خبریالانو خوندیتوب کمیټې خبرداری ورکړ؛ که د رسنیو د کارمندانو هدفي وژنې ونه دریږي، نو افغانستان به د تېرو ۱۹ کلونو خپله یوه لویه لاسته راوړنه( د رسنیو آزادي) له لاسه ورکړي.
ملاله میوند د پنجشنبې پر سهار د جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې د غربانو په اړوند سیمه کې له خپل موټر چلوونکي سره په داسې حال کې، چې دندې ته روان ول ووژل شوه.
د افغانستان خبریالانو خوندیتوب کمیټې په یوه ټویټ کې څرګنده کړې؛ مونږ د خبریالانو د خوندیتوب لپاره له حکومت څخه پر خبریالانو د بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوو.
دغه راز د نی بنسټ په افغانستان کې له آزادو رسنیو څخه ملاتړ کوونکې یوې نادولتي موسسې هم د ملالې میوند پر وژل کېدو خپل غبرګون په ډاګه کړی څرګندوي، چې ورته پېښې به هغه میرمنې هم وډاروي، چې غواړي په رسنیو کې کار وکړي.
نی هم له حکومته غوښتي، چې د پېښې عاملین وپېژني او عدالت ته یې وسپاري.
نی زیاته کړې؛ د ملالې میوند له وژنې سره سږکال په افغانستان کې د رسنیو د وژل شویو کارکوونکیو شمېر ۱۰ ته ورسېدو.
ولسمشر محمد اشرف غني هم پر ملالې میوند وسلوال ترهګریز برید غندلی او دا یې جنګي جنایت نومولی او وایي، چې ټولې امنیتي ادارې باید د پېښې کلکه پلټنه وکړي او عاملین یې محاکمه کړي.
په کابل کې د انګلستان سفیر الیسن بلاک هم د ملالې میوند وژنه په کلکه غندلې او څرګندوي: مونږ باید د رسنیو آزادۍ ته متحد شو؛ د دوی مرګونه باید وڅېړل شي او وژونکي یې باید پدې ناوړه عمل له عدالت سره مخ شي.
په افغانستان کې د ډنمارک سفیر میټ کونډسن هم د برید په اړه په خواشینوونکې توګه غبرګون وښود او ویې ویل: د ژورنالیستانو وژنه یو وحشي جنایت دی، چې غواړي انتقادي غږونه غلي کړي. دا عمل باید د ټولو لخوا وغندل شي. راځئ، چې د رسنیو د آزادۍ ملاتړ ته متحد شو.
په افغانستان کې اروپايي اتحادیې هم په ډاګه کړې او د ملالې میوند وژنه یې وغندله. اروپايي اتحادیې ویلي، چې د برید په اړه خواشیني او په غصه دي. د رسنیو پر استازیو بریدونه د بیان پر آزادۍ بریدونه دي او هیڅکله یې زغملی نشي.
په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسن هم پر ښځینه خبریالې ملالې میوند برید غندلی او وایي، چې زه د ملالۍ میوند وژنه غندم … مونږ باید د رسنیو آزادي وساتو. دا بریدونه باید سمدلاسه ودریږي او وژونکي یې عدالت ته راکښل شي.
سیمه ییز چارواکي تائیدوي، چې ملاله میوند په ننګرهار کې د انعکاس راډیو او ټلویزیون خبریاله وه، چې نن سهار شاوخوا ۷ بجې له موټر چلونکي سره د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو ووژل شول.
تر اوسه کومې هیچا د برید مسوولیت پر غاړه ند دی اخیستی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د ملالې میوند پر وژنه غبرګون څرګند کړ او وایي، چې له بده مرغه په تېره یوه نیمه لسیزه کې د خبریالانو لویه برخه د طالبانو لخوا وژل شوې ده.