سوداگري
د نفتي موادو پر تصفيې پانګونه بايد د خلكو ګټو ته په پام وي نه د پانګوالو د ګټې پر بنسټ
يو شمېر اقتصادي كارپوهان وايي، په اوسنيو شرايطو كې، چې د افغانستان اقتصادي حالت د خرابه كېدو شونتيا شته، د دې هېواد د ماتېدونكي اقتصاد لپاره منځنۍ او وړې پانګونې ډېرې ګټورې دي.
دوي وايي، كه په افغانستان كې پانګونې تر ډېره د ځمكو لاندې سرچينو باندې متمركزې وي، د دولت پر وړاندې د خلكو باور زياتوي.
تر اوسه افغانستان د نفتي موادو د چان د دوو دستګاو خاوند دى، چې د خصوصې برخې له خوا جوړې شوي دي.
ويل كېږي دا دستګاوې سون توكو ته د هېواد د اړتياو په پرتله ډېرې كمې دي.
د شمېرو له مخې، افغانستان هر كال د درې ميليارد ډالرو په ارزښت نفتي مواد واردوي.
ځينې اقتصادي كارپوهان باوري دي، چې په كور دننه د تيلو د تصفيې پر كارخانو پانګونې كولاى شي له هېواده بهر ته د پيسو د لېږد مخه ونيسي.
د اقتصادي چارو كارپوه سيد مسعود وايي، چې د نفتي موادو پر تصفيې پانګونه بايد د خلكو ګټو ته په پام وي نه د پانګوالو د ګټې پر بنسټ.
دا په داسې حال كې ده، چې تېره اوونۍ يوه كورني پانګوال د تيلو د تصفيې پر يوې بلې دستګاه پانګونه وكړه.
دا دستګاه، چې په ورځ كې د زر ټنه نفتو د تصفيې وړتيا لري، پرې څه باندې دېرش ميليونه ډالر لګېدلي، چې په حېرتان كې يي كار پېل كړ.
سوداگري
افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د همکارۍ هوکړه وکړه
په کابل کې د پاکستان سفارت چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني د چارشنبې پر ورځ ( د وري اتمه ) نا وخته په یوه ویډیویي پیغام کې څرګنده کړې، چې په کابل کې پاکستاني پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره د ګډو ګټو د خوندیتابه او دوه اړخیزې سوداګرۍ د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره هوکړه کړې ده.
دغه پلاوی دوه ورځې مخکې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا پر مشرۍ کابل ته راغلی و.
د پاکستان سفارت چارسمبالي زیاته کړې، چې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي سفر بریالی و.
عبید الرحمن نظاماني دغه سفر له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د ځواکمنو اړیکو د رامنځته کولو لپاره د پاکستان د ښو هڅو ښکارندویي کوي.
هغه ویلي، دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د ګډو ګټو لپاره به ګډ کار کوي. افغانستان او پاکستان په یو شمېر برخو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره د اسانتیاوو پر برابرولو هوکړه وکړه.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ پلاوی د دوشنبې پر ورځ ( د وري شپږمه) کابل ته راغی او د سې شنبې پر ورځ یې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د سې شنبې د ورځې په لیدنه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امیر خان متقي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستيال سره په ليدنه کې د ټرانزيټي ستونزو او د هغوى د حل په اړه ” تفصيلي” خبرې وکړې.
هغه زیاته کړې، چې خرم اغا ژمنه وکړ، چې د ټرانزیټي ستونزو د حل لپاره به ژر تر ژره یوه حللار ومومي.
دغه پاکستاني پلاوی د افغانستان پر دوه ختیځو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر رسمي بلنه کابل ته سفر کړی دی.
سوداگري
یو ترکي شرکت د یتیمتاق پر سمنټو پانګونې ته چمتووالی څرګند کړ
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ترکیې د ۷۷ شرکت له رییس سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت څرګنده کړې؛ په دې کتنه کې، چې پرون تر سره شوې د ۷۷ شرکت رییس د اسلامي امارت هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او وړاندیز یې وکړ، چې غواړي د یتیمتاق سمنټو پروژې تړون لاسلیک او عملي چارې یې پیل کړي.
ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي د یتیمتاق سمنټو پروژې د تړون په لاسلیکولو کې د همکارۍ څرګندولو تر څنګ له یاد شرکت څخه د پروپوزل د وړاندې کولو، غوره ټولنیزو خدمتونو او چاپېریال ساتنې په برخه کې د اړوند ژمنو د پلي کېدا غوښتنه وکړه.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي په هېواد کې ۷۷ ساختماني ترکي شرکت مسوولینو د کانونو وزارت له رهبرۍ سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې غواړي د جوز جان د یتمتاق د سیمې د سمنټو په کان کې پانګو نه وکړي، چې د کانونو وزارت هم ور سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د خصوصي سکټورغړي هم وایي، چې هېواد د سمنټو د تولید په برخه کې ښه وړتیا لري او په دې سکټور کې د پانګونې پراختیا کولی شي د کاري زمینو د رامنځته کولو ترڅنګ د عوایدو په پراختیا کې هم د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړي.
د صنعتکارانو ټولنې رییس عبدالجبار ساپی ویلي، چې د ۷۷ ساختماني ترکې شرکت پانګونه کولی شي په زرګونه هېوادوالو ته د کار د زمینې د برابرولو ترڅنګ نور بهرني پانګوال هم د هېواد په کانونو کې د پانګونې او د کانونو په سکټور کې د شته ظرفیتونو په برخه کې وهڅوي.
ویل کیږي، چې هېواد به د سمنټو د تولید په سکتور کې ځانبسیاینې ته ورسیږي. له دې مخکې په کندهار، هرات او پروان ولاتیتونو کې هم پر لوړ ظرفیت د پانګونې بهیر پیل شوی دی.
سوداگري
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ استازیو پر ننګونو خبرې وکړې
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارواکو په کابل کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له پلاوي سره په ګډه ناسته کې د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې د شته ننګونو د حل په اړه خبرې وکړې.
له هغې وروسته، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو سیاسي او پوځي ناندرو او تاوتریخوالي پر سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو سیوری وغوړاوه؛ نو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال پر مشرۍ یو پلاوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر رسمي بلنه کابل ته راغی، ګې د سوداګرۍ په اړه پر شته ننګونو بحث او خبرې وکړي.
د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست ويلي، چې د وروستیو سیاسي کړکېچونو له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې له ستونزو سره مخ دي او په دې ناسته کې هڅه کېږي، چې شته ستونزو ته د اساسي حل لارې – چارې ولټول شي او د سوداګرۍ موضوع له سیاسي مسایلو سره ونهتړل شي.
د اقتصادي کارپوهانو پر اند افغانستان د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ ټرانزیټي لار ده؛ نو اسلامي امارت کولی شي له دې لارې پر پاکستان د فشار زیاتولو لپاره کار واخلي، چې پاکستان د افغانستان سوداګرۍ ته د ستونزو د رامنځته کولو مخه ونیسي.
ویل کیږي، چې ټاکل شوې په دې ناسته کې د PTA پر ترجیحي سوداګریز تړون، د TAD پلي کېدا او د اپټا د خبرو اترو وروستي کولو او همدارنګه هوايي ټرانزیټ، تورخم، چمن او سپین بولډک په بندرونو کې ۲۴ ساعته فعالیتونو او نورو سوداګریزو موضوعاتو خبرې وشي.
-
تازه خبرونه3 days ago
په پاکستان کې ځانمرګي د ۵ چینايي انجینرانو په ګډون ۶ کسان ووژل
-
سوداگري4 days ago
افغانستان ته د پاکستان راغلی پلاوی پر اقتصادي همکاریو خبرې کوې
-
تازه خبرونه5 days ago
په هرات کې له ۵۰۰ ډېر لرغوني آثار موزیم او آرشیف ته سپارل شوي
-
تازه خبرونه4 days ago
بیات بنیاد په ننګرهار کې اړمنو کورنیو ته د روژې مرستې ووېشلې
-
تازه خبرونه2 days ago
په کابل کې سلګونه اړمنې کورنۍ د بیات بنیاد د روژې له مرستو برخمنې شوې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان په تورخم کې سرحدۍ ځواکونو د فډرالي څېړنو ادارې ۶ کارکوونکي وهلي
-
سوداگري3 days ago
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ استازیو پر ننګونو خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په بلوچستان کې د پاکستان د بحري ځواک پر هوايي اډه وسلوال برید وشو