تازه خبرونه

د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې د مشرانو جرګې د ارالانشاء د مرستیال موټر چلوونکی وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: )

د کابل پولیسو ويلي، چې تېره شپه (د وري ۲۱) د مشرانو جرګې د منشي د مرستیال د موټرو پر کاروان په وسلوال برید کې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی.

پولیسو څرګنده کړې؛ برید د کابل ښار د پېنځمې ناحیې د قلعه کاشف په اړوند سیمه کې رامنځته شوی. په دې وسلوال برید کې د مشرانو جرګې د دارالانشا د مرستیال موټر چلوونکی وژل شوی او یو ساتونکی یې ټپي دی.

پولیسو زیاته کې، چې د پېښې په ځای کې د امنیتي ځواکونو او برید کوونکیو ترمنځ وسیواله نښته هم رامنځته شوې، چې په پایله کې یو برید کوونکی هم ټپي شوی دی.

تر دې دمه هیچا د برید مسوولیت ندی منلی.

په همدې حال کې یوې سرچینې آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې پېښه د کابل په کارته سخي سیمه کې رامنځته شوې او وسلوال له سیمې تښتیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، د جمعې پر ورځ (د وري ۲۰) ناڅرګندو وسلوالو په کابل کې یو ډاکټر هم وژلی دی.

Trending

Exit mobile version