نړۍ

د ناټو یو شمېر هېوادونه د روسیې د کمزوري کولو هڅه کوي ـ ترکیه

Published

on

(Last Updated On: )

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د چارشنبې پر شپه سي ان ان ته څرګنده کړې؛ په ناټو کې داسې هېوادونه هم شته، چې غواړي په اوکراین کې جګړه روانه وساتي.

هغه زیاته کړې: دوی غواړي، چې روسیه کمزورې شي؛ خو د اوکراین وضعیت له پامه غورزوي.

نوموړي په ښکاره د کوم هېواد نوم ندی اخیستی.

ترکیه له روسیې او اوکراین سره ښې اړیکې لري او د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې منځګړیتوب هم کړی دی.

تېره میاشت ترکیه د روسیې او اوکرین د استازیو د خبرو کوربه وه.

د ناټو د نورو غړیو پر پرتله ترکیې د اوکراین په جګړه کې پر روسیې د بندیزونو له لګولو ډډه کړې ده.

هغه ویلي: مونږ د روسیې له بندیزونو سره مخالفت کوو. د ترکیې لپاره دا مهمه ده، چې له دواړو خواوو سره ډیپلوماټیکې اړیکې روانې وساتو. (د روسیې او اوکراین په تړاو) ترکیې ته دا بس ده، چې مسکو او کیف پرې باور ولري.

کاووش اوغلو د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زیلینسکي ترمنځ د مخامخ ناستې کوربتوب ته هم چمتووالی ښودلی دی.

ترکیې دوه ځله د روسیې او اوکراین ترمنځ د مستقیمو خبرو کوربتوب کړی، چې وروستۍ ناسته یې د روانې میاشتې پر نهمه په استانبول کې ترسره شوه.

Trending

Exit mobile version