تازه خبرونه
د می درېیمه د بیان آزادۍ نړیواله ورځ ده

د می درېیمه د بیان د آزادۍ د نړیوالې ورځ په توګه د افغانستان په ګډون د نړۍ په څه نا څه ټولو هېوادونو کې نمانځل کیږي.
خبریالان او د رسنیو ملاتړ بنسټونه څرګندوي، چې په افغانستان کې د بیان آزادي اوس هم یوه ستونزه ده.
د دوی د څرګندونو له مخې، دولتي او نادولتي بنسټونه خبریالانو ته په سمه توګه معلومات نه وړاندې کوي.
دغه راز په افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي دفتر یوناما تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو په افغانستان کې د رسنیو له هڅو ستاینه وکړه.
یوناما ویلي، چې دوی د سولې په بهیر کې د بیان له آزادۍ ملاتړ کوي او هر ډول خبرې اترې باید د بشري حقونو، په ځانګړي توګه له بیان آزادۍ ملاتړ وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د بیان د آزادۍ او رسنیو وده او پرمختګ په تېرو دوه لسیزو کې یوه له ترټولو ستونزمنه لاسته راوړنه ده، چې باید په هیڅ ډول حالاتو کې له جوړجاړي ځار نشي.