تازه خبرونه
د میانمار په یانګون ښار کې د لاریونونو د مخنیوي لپاره پوځي حکومت اعلام شو

یوه ورځ وروسته له هغې، چې د میانمار په یانګون ښار کې د پوځي کودتا پر وړاندې لسګونه لاریونکوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا ووژل شول؛ د دې هېواد هڅاندو د پراخو لاریونونو د تر سره کولو نیت ښکاره کړ.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ پرون په یانګون ښار کې یو شمېر چینایی شرکتونه وسوځول شول.
په میانمار کې د چین سفارت ویلي، چې په پېښه کې یو شمېر چینایان ټپیان شوي او یا په شرکتونو کې بند پاتې دي.
چین د میانمار پر پوځ هم غږ کړی، چې د تاوتریخوالي مخه ونیسي او د خلکو د ځانونو او مالونو خوندیتوب ډاډمن کړي.
جاپان، چې له اوږدې مودې راپدیخوا په میانمار کې د چین له نفوذ سره سیالي کوي وایي: روان وضعیت څاري او په پام کې ده، چې له میانمار سره د اقتصادي همکاریو څرنګوالي هم وڅېړل شي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ پرونۍ ورځ د لاریونونو یوه خونړۍ ورځ وه.
ویل کیږي، چې امنیتي ځواکونو د یانګون ښار د چینایي شرکت په یوه اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۳۴ کسان وژلي دي.
د میانمار دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د یانګون په ځینو برخو کې پوځي حکومت اعلان شوی دی.
په دغه هیواد کې له تاوتریخوالي لږ تر لږه ۱۳۸ کسان وژل شوي دي.