Connect with us

تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر افغانستان ته په خپل سفر کې د همکارۍ ژمنه کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

اسلامي امارت ويلي، چې د کډوالۍ او کورني بې ځایه شویو د ستونزو د ښه حل په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له عالي کمیشنرۍ (UNHCR) سره هوکړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر فلیپو ګراندي افغانستان ته د خپل سفر بر دوه یمه ورځ د اسلامی امارت له اړوند چارواکو سره لیدلي او د همکارۍ ډاډ یې څرګند کړی دی.

د اسلامي امارت چارواکو څرګنده کړې؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په دې اړه  د هر راز همکارۍ ژمنه کړې او خپلو اصلي سیمو ته د بې ځایه شویو د ستنیدو او هېواد ته د کډوالو د راستنېدو په برخه کې یې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي هیله لري چې کابل ته د فلیپو ګراندي سفر به د کورنیو بیځایه شویو او راستنېدونکیو کدوالو د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

د ګډوالۍ  په  چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمیشنرۍ  چارواکي ویلی، چې افغانستان ته له راستنیدونکیو افغانانو او په کور دننه بې ځایه شویو افغانانو سره به خپلې مرستې له سره پيل کړی.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو د کډوالو په چارو کې عالی کمیشنر فلیپيوګراندي له شپږ میاشتنې ځنډ وروسته کابل ته راغلی او وایي؛ هېواد ته د راستنېدونکیو افغانانو او  په کور د ننه له بېلابېلوعواملو له کبله بې ځایه شویو سره به خپلې مرستې پراخې کړي.

هغه زیاته کړې، چې افغانان تر بل هروخت اوس زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې، چې له تېرو ۴ لسیزو راپدیخوا له افغانانو سره مونږ  همکاري کوو او دا بهیر به روان وساتو.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازی فلیپيوګراندي وایي: مونږ په تېر کې هم  له افغانانو سره مرستې کړې او اوس به هم دا بهیر روان وساتو؛ ځکه، چې افغانان اوس ډېرې همکارۍ ته اړتیا لري.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت مسوولین وایي؛ هڅه کوي له هغو افغانانو سره همکاري ډېره کړي،  چې په دې وروستیو کې هېواد ته راستانه شوي او له بې ځایه شویو افغانانو سره به هم مرستې وشي.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت ویلې؛ هڅه کوي، چې د بېځایه شویو کسانو لپاره د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستې نورې هم زیاتې تر لاسه شي.

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت مرستیال محمد ارسلان خروټی وایي: مونږ کوښښ کوو، چې خپلو هغه هېوادوالو ته، چې هېواد ته راستنیږي مرستې  برابرې کړو مونږ له یو ان اچ سي ار مننه کوو، چې ورته مرستې برلبروي.

د ملګرو ملتونو دې عالي رتبه چارواکي له عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي.

عبدالله عبدالله ویلي، چې په بشري برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مرستې او همکارۍ د افغانانو اړتیاوو ته په کتو سره خورا اغېزناکې دي. هغه له افغانانو سره د نړۍ د مرستو او همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

له بلې خوا د هغو افغان اتباعو وضعیت، چې په تېرو شپږ میاشتو کې د امریکا لخوا قطر، عربي متحده اماراتو او نورو هېوادونو ته لېږدول شوي؛ ناڅرګند دی.

سپینه ماڼۍ په دې اړه وايي، امریکا ته د هغو افغانانو د لېږدولو ژمنه کوي، چې په تېرو شل کلونو کې یې په افغانستان کې له دوی سره همکاري کړې ده.

کډوالي او بې ځایه کېدل له لسیزو راپدیخوا د افغانانو یوه له سترو ستونزو ده.

د نوي حکومت له واکنمیدو راپدیخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د وضعیت د لا خرابیدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. همدې اندېښنو د دې کمیشنرۍ مشراړ کړ، چې کابل ته سفر وکړي او له چارواکو سره د کډوالو په ستونزو خبرې وکړي. د شمېرو له مخې، په تېرو اووه میاشتو کې شاوخوا یو میلیون افغانان ګاونډیو هېوادونو او ترکیې ته تللي دي.

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي وایي: مونږ له قطر سره له نږدې کار کوو، چې هلته خپل ډیپلوماټیک حضور وساتي او له ګاونډ هېوادونو سره اړیکې ټينګې کړي؛ پاتې همکار خلک امریکا ته راولېږدوي او زمونږ له ځینو شریکانو او متحدینو سره مرسته وکړي، چې له زمونږ سره ولاړ او زموږ تر څنګ یې جګړه کړې.

د نوي حکومت له راتګ او د بهرنیو مرستو له کمیدو او د بندیزونو له امله په افغانستان کې بېوزلي او لوږه تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده.

افغانستان ته د ملګرو ملتونو دعالي کمشینرۍ چارواکو د خپل سفر پر مهال ويلي؛ که څه هم په اوکراین کې د ګډوالۍ د زیاتېدو ستونزه په پراخیدو ده؛ خو ژمنه کوي، چې له افغانانو سره به خپلي همکارۍ جاري ساتي.   

تازه خبرونه

 په هرات کې د ټاپي نل‌لیکې ۱۴ کیلومټره کار بشپړ شو – عبدالله یوف

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ټاپي پروژې مشر بګنج عبدالله یوف د هرات له والي نور احمد اسلام جار سره وکتل او په دې ولایت کې یې د نل‌لیکې د غځولو د بهیر له چټکتیا خبر ورکړ.

د هرات والي دفتر نن (پنجشنبه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې عبدالله یوف د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه یو لنډ راپور له والي اسلام جار سره شریک کړ.

د یادې خبرپاڼې له مخې، د ټاپي پروژې مشر د اړینو آسانتیاوو په برابرولو کې د دې ادارې له همکارۍ ستاینه وکړه او اعلان یې وکړ، چې د ۱۴ کیلومټره پایپ ایښودلو کار بشپړ شوی او سربېره پردې د پروژې ۲۴ کیلومټره لار هم پخه شوې ده.

په دې غونډه کې د هرات والي هم د دې پروژې د کار د پرمختګ په برخه کې د ټاپي پروژې د چارواکو له هڅو هرکلی وکړ او په افغانستان کې یې د ټاپي پروژې مشر ته د کار د چټک پرمختګ لپاره د اړینو اسانتیاوو په برابرولو کې د سیمه‌ییزې ادارې له بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

طارق علي بخیت د افغانستان په اړه له جاپاني چارواکو سره وکتل

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان په اړه د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کامډا ماسایوکي پر مشرۍ له جاپاني پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې په ټولیزه توګه د افغانستان پر اوسني وضعیت راوڅرخېدل او د دې ټولنې او جاپان ترمنځ یې د بشري همکاریو د زیاتولو لارې چارې وارزول شوې.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پرله‌پسې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې رسنیزې خبرپانه کې راغلي، چې په جده کې د جاپان جنرال قونسل او د هغه مرستیال هم په پلاوي کې برخه لرله.

دا په داسې حال کې ده، چې دا ناسته د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان د چارو لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د ځانګړي استازي په دفتر کې شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان بېسیم د ننګرهار په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یو نوی سایټ فعال کړ

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغان بېسیم مخابراتي شرکت چارواکو ويلي، چې د ننګرهار ولایت په کوزکوڼر ولسوالۍ کې یې یو نوی سایټ فعال کړی دی.

د افغان بېسیم چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې سایټ پر جوړولو زرګونو کورنیو مخابراتي او انټرنیټي خدماتو ته لاسرسی موندلی دی.

دوی زیاته کړې، چې افغان بېسیم به ډېر ژر په دې سیمو کې د ۴‌جي 4G انټرنیټي خدمتونه هم فعال کړي.

دغه راز د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست چارواکو ويلي، چې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.

له بلې خوا په ننګرهار کې د اټرا ادارې مشر رحیم الله شینواري ویلي، چې د افغان بېسیم د نوي سایټ له فعالیدو سره به ۲۵ زره کورنیو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه وړاندې شي.

د کوزکوڼر ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د لاسرسي له کبله خپله خوښي څرګنده کړې او په ننګرهار کې یې د مخابراتي خدمتونو د نورې پراختیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې خپل مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه د هېواد ډېرو لرې پرتو سیمو ته غځولي دي.

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!