تازه خبرونه

د ملګرو ملتونو د ښځو راپور کره نه، پروپاګند دی – مجاهد

ذبیح الله مجاهد وايي: دا سروې سمه نده. له بده مرغه؛ دا نظرونه تل په افغانستان کې دننه د معلوماتو پر بنسټ نه، د پروپاګند پر بنسټ چمتو کیږي.

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت ویاند د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د راپور په غبرګون کې ویلي،‎ چې د دغه راپور سروې «کره» نده، بلکې د جوړولو بنسټ یې «پروپاګند» دی.

ذبیح الله مجاهد وايي: دا سروې سمه نده. له بده مرغه؛ دا نظرونه تل په افغانستان کې دننه د معلوماتو پر بنسټ نه، د پروپاګند پر بنسټ چمتو کیږي.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی: مونږ په افغانستان کې داسې ډېرې میرمنې لرو، چې په سوداګرۍ او کارونو بوختې او په ژوند کې له بدلون او پرمختګ برخمنې شوي. مونږ د حکومت په بېلابېلو برخو کې فعالې میرمنې لرو، چې کار کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې اسلامي امارت په افغانستان کې له عامه ژوند او تصمیم نیولو څخه په سیستماتیک ډول د ښځو د ایستلو په هدف خپل ټول احکام، لارښوونې او کړنې پلي کوي.

د دغه راپور په یوه بله برخه کې راغلي، چې د اسلامي امارت سیاستونو په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په اړه د کورنیو نظرونه بدل کړي دي.

دا راپور د ملګرو ملتونو اړوند د درې بنسټونو لخوا چمتو شوی او په سروې کې یو شمېر میرمنو ویلي، چې له کوره وځي؛ نو د خوندیتوب احساس نه‌کوي. دا احساس د دې لامل شوی، چې دوی له ټولنې څخه ډډې ته شي او د رواني ستونزو لکه خفګان سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version