تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارډ بنټ پر راتګ مو بندیز لګولی – ذبیح الله مجاهد
بنټ په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا لهخوا ټاکل شوی، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت وڅاري.
د اسلامي امارت ویلي، چې ریچارډ بنټ ته به د افغانستان ویزه ورنکړ شي؛ ځکه، چې هغه په دې هېواد کې د باور وړ کس په توګه نهپېژندل کیږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی، چې افغانستان ته د ریچارډ بنټ پر راتګ بندیز لګول شوی دی.
هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي، چې نوموړي ډېرو نړیوال بنسټونو ته ناسم معلومات ورکړي دي.
مجاهد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (يوناما) له مسوولينو سره، چې په کابل کې دفتر لري؛ خبرې کړي او ورته ویل شوي، چې د ملګرو ملتونو لهخوا د بشري حقونو په اړه خپاره شوي راپورونه ردوي.
نوموړي زیاته کړې، چې بنټ بې باوره دی او افغانستان ته له راتګ او سفر څخه منع شوی؛ ځکه، چې دنده یې پروپاګند و او د باور وړ کس ندی. هغه په افغانستان کې نشته او د راتلو اجازه هم نلري. هغه کوچني مسایل ستر کړل او نورو بنسټونو ته یې ناسم معلومات ورکړل.
مجاهد ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې اسلامي امارت عمومي عفوه اعلان کړه او ویې ویل: هغو کسانو، چې له عفوې څخه سرغړونه کړې؛ مجازات کیږي.
بنټ په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا لهخوا ټاکل شوی، چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت وڅاري.
هغه په دې وروستیو کې ویلي، له ښځو او نجونو سره د طالبانو (اسلامي امارت) چلند د بشریت ضد جرم ګڼل کېدای شي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه غونډه کوي
په امنیت شورا کې به د افغانستان په اړه یو پرانیستې او توجیهي ناسته او له هغې وروسته به د افغانستان په اړه نظرونه وړاندې شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د ملګرو ملتونو د ښځو د چارو مشره به سبا د وږي پر ۲۸ / د سپټمبر ۱۸ د افغانستان د وضعیت په اړه امنیت شورا ته راپور وړاندې کړي.
په امنیت شورا کې به د افغانستان په اړه یو پرانیستې او توجیهي ناسته او له هغې وروسته به د افغانستان په اړه نظرونه وړاندې شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د ښځو لپاره د دې ټولنې اجرائیه رییسه سیما باهوس به د افغانستان پر وضعیت خپل راپور وړاندې کړي.
له دې غونډې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه خپل درې میاشتنی راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې راغلي؛ د تېر کال د همدې مودې پر پرتله امنیتي پېښې زیاتې شوي، پر ښځو محدودیتونه ډېر شوي او تر ۲۴ میلیون ډېر کسان اوس هم بشري مرستو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا هم ویلي، چې د اګست تر دېرشمې له افغانستان سره د اړتیا وړ ۲ اعشاریه ۹ میلیارډ ډالرو مرستو یوازې ۲۴ اعشاریه ۹ سلنه مرستې شوې دي.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان له دې غونډې تمه لري، چې د ښځو بشري وضعیت به ښه شي.
اسلامي امارت تمه لري، چې د اوتنبایوا راپور به د افغانستان واقعیتونه منعکس کړي او د کوچنیو مسایلو له توجیه کولو به ډډه وکړي.
تازه خبرونه
کورنیو چارو وزارت چارسمبالي د جاپان سفارت له چارسمبالي سره ولیدل
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې کتنه کې د جاپان سفیر د هېواد د امنیتي وضعیت پر ښه کېدو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې له افغانستان سره د جاپان هېواد د مرستو د ډېروالي او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره یې د یوناما له کاري ډلې سره خبرې کړې دي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني نن (سې شنبه) په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په دې کتنه کې د جاپان سفیر د هېواد د امنیتي وضعیت پر ښه کېدو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ ویلي، چې له افغانستان سره د جاپان هېواد د مرستو د ډېروالي او د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره یې د یوناما له کاري ډلې سره خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت ډیپلوماټانو په عمان کې کار پیل کړ- بهرنیو چارو وزارت
دغه راز په افغانستان کې د ازبکستان د سفیر ۱۲ کلن ماموریت پای ته رسېدلی او ازبکستان به افغانستان ته خپل نوی سفیر هم وروپېژني.
د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغان سفارت د ډیپلوماټانو فعالیتونه او خدمات د تېرې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ پیل شول.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضيا احمد تکل زیاته کړې، چې د کوربه هېواد پر همکارۍ د سفارت د فعالیتونو بیا پیلول به د کابل او مسقط ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او مذهبي اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.
دغه راز په افغانستان کې د ازبکستان د سفیر ۱۲ کلن ماموریت پای ته رسېدلی او ازبکستان به افغانستان ته خپل نوی سفیر هم وروپېژني.
یادګار خواجه شادمانوف د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په خپله وروستۍ کتنه کې ویلي، چې په افغانستان کې یې د خپل ماموریت پر مهال په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا هڅه کړې ده.
هغه ټینګار کړی، چې هېواد یې له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو غوښتونکی دی او ازبکستاني سوداګر او پانګوال چمتو دي، چې په افغانستان کې په ځانګړي توګه د کانونو او انرژۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستيال دغه راز د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ او وایي، چې افغانستان او ازبکستان پخوانۍ اړيکې لري.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي؛ اسلامي امارت د هېواد په بېلابېلو سکټورونو کې د سوداګرو او پانګوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو له برابرولو سره له پانګونې هرکلی کوي.
په افغانستان کې د یادګار خواجه شادمانوف تر ټولو مهمه لاسته راوړنه په تېره بیا په تېرو درې کلونو کې د څه باندې دوه میلیارډ ډالرو پر ارزښت د پېنځه سوداګریزو او اقتصادي تړونونو لاسلیکول ول، چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې لاسلیک شول.
-
تازه خبرونه2 days ago
د افغانستان له پامه غورځول به د سپټمبر د یوولسمې پېښې تکرار رامنځته کړي – دُرانی
-
لوبی3 days ago
افغانستان د انګولا پر وړاندې په فوټسال نړیوال جام کې لوبیږي
-
نړۍ16 hours ago
هر هېواد دې د اوکراین د توغندیو د توغولو په اړه خپله پرېکړه وکړي – ستولتنبرګ
-
تازه خبرونه2 days ago
آلمان له ازبکستان سره د مهاجرت هوکړه لاسلیک کړه
-
لوبی2 days ago
د افغانستان فوټسال لوبډلې د ازبکستان په نړیوال جام کې د انګولا پر وړاندې لومړۍلوبه وکړه
-
لوبی8 hours ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له سویلي افریقا سره لوبه لري
-
لوبی2 days ago
د فیفا فوټسال نړیوال جام پر اړتیاوو پوهېدل اړین دي
-
تازه خبرونه1 day ago
غیر قانوني افغان کډوال به بېرته افغانستان ته ولېږدول شي – د ایران ولسمشر