نړۍ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سې شنبه په غزه کې د اوربند په اړه رای ورکړي

ډیپلوماټانو راپور ورکړی؛ شونې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د سې شنبې پر ورځ د اسرائیل او حماس ترمنځ د بشري اوربند لپاره د الجزایر د غوښتنې په اړه رای ورکړي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې: الجزایر څه باندې دوه اوونۍ مخکې د پرېکړه لیک لومړنۍ مسوده وړاندې کړې وه؛ خو په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا ټووماس ګرین فیلډ ویلي، د پرېکړه لیک متن کولی شي “حساس مذاکرات” له خطر سره مخ کړي، چې موخه یې د جګړې د درولو لپاره منځګړیتوب دی.
دیپلوماتانو ویلي؛ الجزایر د شنبې پر ورځ وغوښتل، چې د سې شنبې پر ورځ دې امنیت شورا رای ورکړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک د تصویب لپاره لږ تر لږه نهه رایو ته اړتیا ده او د امریکا، بریټانیا، فرانسې، چین او روسیې له خوا ویټو ته اړتیا نشته.
ټوماس ګرین فیلډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: امریکا د دې مسودې پر پریکړو د عمل ملاتړ نهکوي. که دا مسوده د رایې ورکولو لپاره راشي؛ دا به تصویب نهشي.
واشنګټن تل د ملګرو ملتونو د اقداماتو پر وړاندې د خپل متحد اسرائیل دفاع کړې او د اوکتوبر له اوومې راپدیخوا یې دوه ځله د امنیت شورا پرېکړه لیک ویټو کړی دی.
د امریکا، مصر، اسرائیلو او قطر ترمنځ د جګړې د بندولو او د حماس د بندیانو د خوشې کولو په اړه خبرې روانې دي.
د غزې جګړه د اکټوبر پر اوومه، چې حماس پر اسرائیلو برید وکړ؛ پیل شوه، چې د اسرائیلو د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۳ یې ونیول.
د دې برید په ځواب کې اسرائیلو پر غزې برید وکړ.
روغتیايي چارواکي وايي، له ۲۸ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي او د زرګونه نورو جسدونه ښايي تر خاورو لاندې وي.
دا په داسې حال کې ده ، چې اسرائیلو د غزې پر سویلي رفح ښار بریدونه کړي، چې له یو میلیون ډېرو فلسطینیانو په کې پناه اخیستې او بشري بحران نور هم ورسره غځېدلی دی.