تازه خبرونه
د ملکي وګړیو هدفي وژنې له چټکو اندېښنو سره روانې دي – یوناما

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) نن (چارشنبه د مرغومي ۳) په یوه ټویټ کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د ملکي وګړیو هدفي وژنې په ډېر اندېښمنوونکي حالت کې روانې ساتل شوې دي.
یوناما په ډاګه کړې: د نومیالیو څېرو ځاني زیان ډېر خواشینوونکی دی؛ مونږ یې عاملین په سختو ټکو کې غندو او له چارواکو غواړو، چې عدالت ته یې راکاږي.
یوناما زیاته کړې؛ په تېرو څلور ورځو کې د پارلمان غړی، یو ژورنالیست، د ډاکټرانو درې کسیزه ډله او د ټاکنو د څارونکیو مشر په نښه شوي دي.
دوی دا هم څرګندوي، چې د دا ډول وېروونکيو بریدونو مخه نیول او پړه یې پر غاړه اخیستل یو نادر کار دی؛ خو اکثرا پر هغو کسانو تر سره کیږي، چې د یوې آزادې او پراخې ټولنې لپاره کار کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یوځل بیا د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه وکړه او وایې، چې د سولې خبرو د بیا پیلیدو دې د خلکو خوندیتوب ته پام راواړوي.
یوناما ویلي، چې د سولې بهیر ویجاړږونکي نشي کولی دا ژوند بښونکې هڅې زیانمنې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې روانو وژنو، چاودنو او د خلکو بېوسیو کورني او بهرني غبرګونونه هم راپارولي دي.