تازه خبرونه

د ملي دفاع وزارت چارسمبالي پکتیا ته د سفر پر مهال له دیورند کرښې لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: )

نن (پنجشنبه) ۲۰۳ منصوري قول اردو په ډاګه کړې، چې د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د دیورند کرښې له سرحدي پوستو لیدنه وکړه.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو درستیزوال او د دې قول اردو د دوه یمې سرحدي لوا قومندان یې ملتیا کوله.

د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې د ملا محمد یعقوب مجاهد د څرګندونو له مخې راغلي؛ حکومت له ټولو ګاونډ هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

سرپرست وزیر همداراز له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.

د ملي دفاع چارسمبالي د اړوند سرحدي ځواکونو مسوولینو ته پخپلو خبرو کې ويلي، چې د افغانستان چارسمبالي حکومت له خپلو ټولو ګاونډ هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او ترې د ورته اړیکو هیله لرو.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د بل چا په خاوره تېری نه کوي او اجازه نه ورکوي چې نور د افغانستان پر خاوره تېری وکړي.

 محمد یعقوب مجاهد زیاته کړې، چې نه د چا پر خاوره تېری کوو او نه چاته اجازه ورکوو، چې زمونږ پر خاوره تیری وکړي.

ویل کیږي، چې نوموړي د چارسمبالي حکومت جګړه ییز احضارات له نږدې ولیدل، د هغوى ستونزې يې واورېدې، د يادو امنیتي ځواکونو د کار او هڅو د ستاينې ترڅنګ يې د ستونزو د حل لپاره لازمې سپارښتنې وکړې او پرسونل یې پر نغدې ډالیو ونازول.

Trending

Exit mobile version