تازه خبرونه

د ملا رسول په مشرۍ له طالبانو څخه د بېلې شوې ډلې سیاسي مرستیال ټپي شوی

Published

on

(Last Updated On: )

د یو شمېر  سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په هرات ولایت کې د ملارسول په مشرۍ له طالبانو څخه د بېلې شوې ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالمنان نیازي د وسلوالو طالبانو په کمین کې ټپي شوی او ساتونکي یې وژل شوي دي.

د هرات ځايي چارواکو آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د طالبانو د بېلې شوې ډلې سیاسي مرستیال ملا عبدالمنان نیازی د دې ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د ملا هبت الله په مشرۍ د وسلوالو طالبانو په یوه کمین کې ټپي دی او درې ساتونکي يې وژل شوي دي.

کارپوهان ملا نیازی حکومت ته له نیږدې کسانو یادوي.

د راپورونو له مخې؛ حکومت پلوی طالب قومندان عبدالمنان نیازی اوسمهال د هرات په عامه روغتون کې بستر دی.

طالبانو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

ویل کیږي، چې ملا نیازی د ملا محمد رسول مرستیال دی. ملا محمد رسول د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په نومبر کې له طالبانو څخه خپله ډله رابېله کړه او د همدې کال په جولای کې یې اعلان وکړ، چې طالب مشرملا عمر اخوند مړ شوی دی.

په هغه وخت کې د ملا عمر مرستیال ملا اختر محمد منصور په یوه مشورتي ناسته کې واک او ځواک خپل کړ او د طالبانو په مشرتابه یې جګړې پیل کړې.

ملا محمد رسول او ملا عبدالمنان نیازی د طالبانوهغه  قومندانان ول، چې د مشر په توګه یې د ملا اختر محمد منصور ټاکل رد او خپله ډله یې بیېله کړه.

ملا اختر محمد منصور له ۲۰۱۶ زېږدیز کال د جولای له ۲۹  څخه د می تر ۲۱ نېټې د طالبانو مشر و؛ خو ایران ته نږدې د پاکستان په پوله کې د امریکا د هوایي ځواک لخوا ووژل شو.

ملا عبدالمنان نیازی پر ۱۹۶۸ زېږدیز کال د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې زیږیدلی او د طالبانو د رژیم پر مهال د کابل والي په توګه یې دنده ترسره کړې ده.

Trending

Exit mobile version