بی بی سی پښتو
د ملالې میوند وژنه؛ د افغان خبریالانو ستونزمن او له خطر ډک ژوند
حماد هلال ته خپلې خور ملالې میوند دې وروستیو کې مهم پيغام اورولی و. هغه ته یې ویلي وو، داسې حس کوي چې "ځینې اورپکي" یې د وژلو هڅه کوي او له همدې امله حماد باید نورو مسئولیتونو ته ځان چمتو کړي.
حماد د هغې د خبرو په اورېدو ټکان خوړلی و او ملالې ته یې ډاډګېرنه ورکړې وه. خو اوس وايي خور یې "د تل په څېر رښتیا" ویل.
۲۶ کلنه ملاله د تېرې پنج شبنې پر ورځ (د دسمبر پر لسمه) سهار مهال، په جلال اباد کې د خپل کور مخې ته په ډزو ووژل شوه.
ملاله په افغانستان کې د خبریالانو او فعالانو د هدفي وژنو د لړۍ تر ټولو تازه قرباني ده. حماد وايي خور یې د سترګو په رپ کې له لاسه ورکړه:
"په هماغه شېبه چې له کوره ووته، د ډزو غږونه شول. له بلې خور سره مې په منډه له کوره ووتم چې وګورم څه وشول. موټر چلوونکی د شټرنګ تر شا وژل شوی پروت و، ملاله پر سر څو ډزه لګېدلې وه خو لا هم ژوندۍ وه. په وینو کې لت پت وه. په غېږ کې مې را پورته کړه، یوازې د ګوتو په شمېر دوه- درې خبرې یې وکړې، زما د سترګو په مخ کې او زما په غېږ کې یې ساه ورکړه"
د ملالې موټر چلوونکی محمد طاهر هر سهار هماغه ځای ته چې پکې ووژل شو، د ملالې لپاره ورته چې په انعکاس تلویزیون کې د سهارنۍ خپرونې وړاندې کولو لپاره یې یوسي.
خو په هماغه ورځ د ملالې سهارنۍ خپرونه خپره نه شوه. پر هغه ورځ د ملالې لېدونکو د هغې د خپرونې د لېدو پر ځای د هغې د مرګ خبر واورېد چې ویل یې: "نامالومه وسله والو خبریاله ملاله میوند له خپل موټر چلونکي سره ووژله".
حماد بي بي سي ته وویل لا هم پر دې نه پوهېږي چې وسله والو یې څرنګه خور په" ډېر ارامه زړه او راحت" د کور مخې ته ووژله.
د ملالې کور د جلال اباد په خورا امنه سیمه کې پروت دی او تل پکې د خلکو تګ راتګ او ګڼه ګوڼه ډېره وي.
د ملي امنیت ریاست، د ولایت امنیه قومنداني او د پولیسو يوه پوسته یې کور ته نژدې پراته دي او له همدې امله دا سیمه له امنیتي پلوه "ګرین زون" ته ورته ښکاري.
د ختیځ بې ډاره جینۍ
د ملالې هغه تعریف او پيژندنه چې حماد او کورنۍ ته یې ورپاتې دي "په سختۍ په کلمو کې ځایېږي."
حماد چې ډېر غمګین و، بي بي سي ته وویل: "ملاله یوازې خور نه وه، زما نژدې ملګرې وه او زما د مور په څېر وه. تل یې ویل د خپل ځان لپاره هیڅ ارزو نه لري او یوازې د کورنۍ لپاره فکر کوي".
ملاله په ۱۹۹۴ کې په پاکستان کې د کډوالو په پوه پنډغالي کې وزېږېده. دا هغه مهال و چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې تر ټولو سخت حالت ته رسېدلې وې.
د هغې کورنۍ په هغو یو نیم میلیون افغانانو کې وه چې د کورنۍ جګړې تاو پاکستان ته په کډه کولو مجبوره کړې وه.
د طالبانو له پر ځېدو وروسته په ۲۰۰۴ کې نوموړې له خپلې کورنۍ سره بیرته افغانستان ته ستانه شول.
هغې په ننګرهار کې ښوونځی ولوست، وروسته یې په یوه شخصي پوهنتون کې اداره او عامه پالیسي پوهنځی پیل کړ چې تمه کېده راتلونکی کال به فارغه شي، خو داسې ونه شول.
د ملالې پلار ګلا ملا بي بي سي ته وویل "سل په سلو کې" د خپلې لور د امنیت په اړه اندېښمن و:
"کله نا کله به مې ورته ویل چې له ځینو چارواکو سختې پوښتنې مه کوه، خو هغې تل ویل چې د همدې سختو پوښتنو پوښتل یې دنده ده"
ملاله په خپلو لېدونکو کې پر سیاسي پروګرامونو او ننګوونکو مرکو مشهوره وه.
د انعکاس تلویزیون د خپرونو مشر شکر الله پاڅون وايي د تلویزیوني پروګرامونو د وړاندې کولو لپاره د ښځینه خبریالانو نشتوالی یې د تلویزیون او له لویه سره د تصویري رسنیو لپاره لویه ننګونه ده او وايي د ملالې ځای به په اسانۍ ډک نه شي:
"فکر نه کوم د ملالې بدیل به پیدا شي، ډېره ګرانه ده. هغه ځایناستی نه لري او موږ داسې څوک نه لرو چې د هغې پروګرامونه مخ ته بوځي، مجبور یو خپرونې یې نارینه مخ ته بوځي."
ملاله له خپل پلار، دوو وروڼو او دوو خویندو سره یو ځای اوسېده او تل یې د کورنۍ د پرمختګ او زدکړو لپاره هڅه کوله.
مور یې چې په خپله سیمه کې قومي مشره وه، نژدې ۱۲ کاله وړاندې وسله والو ووژله او له هغې وروسته یې د نورو اولادونو د پالنې چارې د ملالې په غاړه شوې.
افغانستان کې د خبریالانو وېره
په داسې يوه ټولنه کې چې له لویه سره نرواکي او دود وي، د ملالې په څېر نجونې او مېرمنې پکې په خورا سختۍ پرمختګ کولای شي، پر تلویزیون را څرګندېدل او د دې برخې پرمختګ لا نور له ننګونو ډک وي.
د جلال اباد په څېر یوه ښار کې د ښځو لپاره پر تلویزیون د خپرونو وړاندې کول خورا ستونزمن او له ننګونو ډک کار دی.
تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې شپږ خبریالان په "مرموز" ډول وژل شوي، او همدا په افغانستان کې نورو خبریالانو ته د وېرې پيغام ورکوي.
نورزیه عمر خېل په جلال اباد کې د یوې سیمه ییزې راډیو د خپرونو وړاندې کوونکې ده.
په هغه ورځ چې ملاله ووژل شوه، نورزیه لا دفتر ته نه وه روانه شوې. خو وايي د ملالې د مرګ په اورېدو یې " کورنۍ له کور د وتو اجازه" نه ورکوله.
نورزیې بي بي سي ته وویل: "کله چې له کوره وځم، له ډېرې وېرې د کور مخې ته ټولو رېکشو او موټرو ته یو ځل په ځیر ګورم، وایم هسې نه چې د ملالې په څېر څوک له رېکشې راباندې ډزې وکړي. له وېرې پر هغه لوري هم نه ځم چې ملاله پکې وژل شوې"
د افغانستان د یوه بل شخصي تلویزیون د سیاسي خپرونو چلوونکې او خبریاله فرحناز فروتن وايي د خبریالانو وروستیو وژنو د ډېرې ناامنۍ احساس ورکړی دی.
هغې بي بي سي سره په خبرو کې وویل: "د لومړي ځل لپاره مې د ناامنۍ دومره احساس وکړ چې ان خپل کور راته ناامنه ښکاره شو، ان ساه اخیستل راته ګران وو. په خپله خونه کې مې د امن احساس نه کاوه. یوه شېبه هم له اندېښنې پرته نه تېرېده."
په کابل کې امنیتي سرچینو ځینو رسنیو ته د داسې نوملړ په اړه ویلي چې له ګواښ سره د مخامخ رسنیو او د خبریالانو نومونه پکې یاد شوي دي.
د رسنیو چارواکي وايي د دا ډول سرچینو د باور په اړه شک لري خو اوس یې له پخوا خپل امنیت ډېر پام اړولی دی.
د افغانستان حکومت ادعا کوي چې طالبان د خبریالانو او مشهورو څېرو په نښه کولو سره وېره خورول غواړي.
خو د فرحناز فروتن او نورزیه عمرخېل په څیر خبریالانې بیا وايي په اوسنیو شرایطو کې پر هیڅ ډلې باور نه شي کولای.
د افغان حکومت او د طالبانو استازو په تېرو څو اوونیو کې پر دې چڼې وهلې چې څرنګه د افغانستان راتلونکی برخلیک وټاکي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې جګړې ته پای ټکی کېږدي.
خو د دواړو لوریو خبرو او کتنو نه یوازې دا چې په افغانستان کې تاوتریخوالی را کم نه کړ، بلکې له لویه سره هدفي وژنې او د ولسي خلکو په نښه کولو کچه لوړه شوه.
کمسارې هدفي وژنې
د ملالې له وژنې یوازې دوه ورځې وروسته په کابل کې پولیسو د اریانا تلویزیون د خبریال فرید امیني د مرګ خبر خپور کړ. هغه په داسې حال کې چې مرۍ یې پرې شوې وه، کابل کې له یوه غونډۍ سره نږدې پيدا شو.
کابو میاشت وړاندې بیا د یوې بلې رسنۍ د دوو خبریالانو مړي په کابل کې وموندل شول.
څو اوونۍ وړاندې بیا په هلمند کې د ازادي راډیو زړه ور خبریال الیاس داعي په هماغه ولایت کې ووژل شو او له هغه څو ورځې مخکې بیا په کابل کې د یوه بل تلویزیون پخوانی خبریال یما سیاوش هم د خپل کور مخ ته ووژل شو.
د بې پولې خبریالانو ټولنې او په افغانستان کې د خبریالانو مدافع ډلو په یوه غږ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتنه کړې چې د خبریالانو دخونديتابه لپاره دې ګامونه واخلي.
د ملالې میوند همکاران وايي ښايي د هغې وژنه هغو ښځینه خبریالانو ته چې په نورو رسنیو کې کار کوي، وېره خوره کړي، خو هغه رول او زړورتیا چې ملالې په میراث پرېښي، د نورو ډېرو نجونو لپاره به د الهام مهمه سرچینه وي.
له کرېکټ سره مینه
ملاله پر خبریالۍ سربېره په نورو برخو کې هم فعاله وه او په ټولنه کې یې د ښځو په منځ کې باور درلود. د هغې همکاران وايي په هر ځای کې به چې د ښځو غږ ورک و، ملالې به هلته خپل غږ پورته کاوه.
هغه همدا دوه میاشتې وړاندې له جلال اباده کابل ته د دې لپاره تللې وه چې د کرېکټ په شپږیزو سیالیو کې کامنټري (نطاقي) وکړي. د افغانستان د کرېکټ بورډ د رسنیو مشر حکمت حسن وايي کله یې چې ملاله ولېده نو حیران شو، ځکه "تمه یې نه وه چې یوه مېرمن دې په ژوندۍ بڼه د کرېکټ لپاره نطاقۍ ته چمتو شي".
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی کریم صادق چې ملالې سره یې څو ځلې پر کرېکټ مرکې کړي بي بي سي ته وویل: "ما په افغان ښځو کې د ملالې په څېر داسې څوک نه وه لیدلې چې پر کرېکټ دې دومره پوهه شي. د کرېکټ په اړه د هغې مالومات بې جوړې وو".
ملالې په ۲۰۱۶ کال کې په انعکاس تلویزیون کې د سیاسي او ټولنیزو خپرونو د چلوونکې په توګه کار پيل کړ او له هماغه پیله یې پر تلویزیون له راښکاره کېدو وېره نه لرله او ژوندۍ خپرونې یې چلولې.
هغې دا کار په یوه داسې نرواکې او دودیزه ټولنه کې کاوه چې که ښځې پکې سر تر پښو ټولې پټې نه وي نو په عامه ځایونو کې ډېرې کمې لېدل کېږي.
بادام احمدزي له ۲۰۰۶ کال راهیسې ملاله پېژندله. دواړه یوه ښوونځي ته تللي، دواړو يوه پوهنتون کې زدکړې کولې او دواړو په انعکاس تلویزیون کې کار کاوه.
ښاغلي احمدزي بي بي سي ته وویل، ملالې په خپله ټولنه کې د هغه په ګډون ډېرو ته الهام بښونکې څېره وه. نوموړی وایي:
"ډېر د هغې له شخصیته متاثر شوي وو. له ډېرو ښځو او نارینه وو مې اورېدلي چې ویل یې غواړي د هغې په څیر فعال اوسي. هغه د ډېرو لپاره د الهام سرچینه وه."
بی بی سی پښتو
بې پولې خبریالان: افغانستان کې رسنۍ تاو تریخوالي او جبري سانسور سره مخ دي
د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو له مهاله راهيسې تر اوسه د خبریالانو د نیول کېدو ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.
دغه اداره وايي خبريالانو سره تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوي او ورته ويل شوي چې کوم خبر باید خپور کړي او کوم باید خپور نه کړي.
دغې ادارې په خپل رپوټ کې دا د خبر یالانو په چارو کې د طالبانو استخباراتي ادارې بربنډه لاس وهنه او د رسنیزو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.
بې پولې خبریالان وايي، تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو نیولو او ځورونې پېښې لا ډېرې وې.
پخپلسري ډول د اریانا نیوز خبریال اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت د سلواغې پر ۱۱ مه نیول شوي وو او د ۴۸ ساعتونو لپاره بندیان وو.
دا د خبریالانو نیولو وروستۍ پېښه وه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دې هکله ویلي و، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو 'نیول شویو ' خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.
بل لور د بې پولې خبریالانو رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو استخباراتو ۵۳ ریاست دې پېښو کې مخامخ ښکېل دی، دوی خبریالانو ته د خبرونو او ان خپرونو لپاره د مېلمنو په انتخاب کې لاسوهنه کوي.
د بې پولې خبریالانو ټولنه کې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني وايي، د خبریالانو ګواښل او ځورول د منلو وړ نه دي او هغوی باید د نیول کېدو له ډاره پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.
د خبریالانونړیوال فدراسیون هم تېره ورځ د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول او ځورونه غندلې او په وینا یې دغه ډله باید پخپله وینا کې د بیان ازادۍ درناوی وکړي.
طالبانو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې ویلي، خبریالان کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو اسلامي اصولو ته باید پاملرنه وشي.
د ښځینه فعالانو نیول کېدو پېښې
دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنېشنل هم پر طالبانو غږ کړى چې په سملاسي ډول دې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي چې د خپلو حقونو لپاره په سوله ييز ډول احتجاج کوي.
په دا وروستیو کې شپږ ښځې په کابل کې وسله والو کسانو له ځان سره بیولې دي.
د یوې نیول شوې نجلۍ تمنا پریاني خور شګوفه وايي، ''له طالبانو غواړم، چې لطفاً زما خویندې پرېږدئ، تاسې ولې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه وایاست؟ ''
د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته مهال له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.
د دې سازمان یوه څېړونکي زمان سلطانی بي بي سي ته وویل:
''طالبان باید سملاسي غیر قانوني نیونې ودروي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، باید له قید او شرط پرته خوشي شي. موږ دا وروستیو کې د جبري بې درکه کېدو او نیول کېدو شاهدان وو. ''
طالبان د ښځو نیولو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو وايي، پلټنې کوي.
د طالبانو ویاند یوه مرسیتال انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل:
''موږ په پرلپسې ډول له امنیتي ارګانونو سره اړیکه کې یو. تر اوسه پورې دې لړ کې له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي. ښايي امنیتي ارګانونه به هم تر اوسه کوم معلومات نه لري. موږ ته یوازې همدومره ویل شوي دي، چې زموږ هڅې روانې دي. ''
د بشري حقونو سرغړونو دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د فرانسې له خبري اژانس سره یوه تازه مرکه کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکي په ښه کېدو دي او نژدې ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.
بل لور نړیواله ټولنه وایي، تر هغو چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي و نه کړي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژندل شي.
بی بی سی پښتو
اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي
د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.
يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.
په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، "تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي".
نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.
د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، "د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري".
نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، "افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري".
نوموړې زياته کړه چې "نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی".
د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، "نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري".
اغلې انوري وويل، "نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې".
افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، "دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی".
نوموړې وويل چې "افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري".
اغلې سعيد زياته کړه، "د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي".
د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.
بی بی سی پښتو
افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.
ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی. ''
https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045
په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.
د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.
د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.
افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.
طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.
دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.
په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.
-
تازه خبرونه5 days ago
اسلامي امارت به په پکتیکا کې د پاکستان وحشیانه بریدونه بې ځوابه پرې نهږدي
-
نړۍ4 days ago
د سوریې د پخواني حکومت ځواکونو ۱۴ پولیس سرتېري ووژل
-
نړۍ5 days ago
د سوریې پخوانیو وسلوالو له دفاع وزارت سره د ادغام هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه3 days ago
نړیواله ټولنه دې د پاکستان د بې عدالتۍ او ظلم مخه ونیسي ـ د هوایي برید ټپیان
-
تازه خبرونه3 days ago
پاکستان په افغانستان کې خپل هوايي بریدونه تائید کړل
-
نړۍ5 days ago
د شتمنو هېوادونو د مرستو کمېدو له کبله په نړۍ کې د لوږې بحران پراخه شوی دی
-
تازه خبرونه4 days ago
په پکتیکا کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې ۵۲ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days ago
د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلې نن ټسټ لوبه کوي