تازه خبرونه
د مسکو ناستې ګډونوالو له افغانستان سره خپلې ژمنې بیا تایید کړې
د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي غونډې ګډونوالو د پنجشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې په ډاګه کړې، چې دوی د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره درناوی لري او له دې هېواد سره پر ډېرو نورو عملي همکاریو ټینګار کوي.
د روسیې، چین، پاکستان، ایران، هند، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د ځانګړیو استازیو لخوا په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې ټولو خواوو له افغانستان سره د یوه سوله ییز، نه وېشل کېدونکي، خپلواک او له اقتصادي پلوه مخ پر ودې حکومت په توګه ټینګار ټینګار څرګند کړ او غواړي، چې دا هېواد باید له ترهګرۍ او مخدره توکو پاک او د بشري حقونو درناوي ته په کې زمینه برابره شي.
دا غونډه د چارشنبې پر ورځ د تلي پر ۲۸ په مسکو کې جوړه شوه د افغانستان د اسلامي امارت د لومړي وزیر د مرستیال عبدالسلام حنفي او ورسره د مل پلاوي په ګډون د ۱۰ نورو هېوادونو استازیو ونډه لرله.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په روان نوي څپرکي کې له افغانستان سره عملي همکارۍ ته اړتیا ده.
د غونډې ګډون کوونکیو هېوادونو د اسلامي امارت له مشرانو وغوښتل، چې د حکومت ښه کولو لپاره نور ګامونه هم پورته او یو رښتینی ټولمنلی حکومت رامنځته کړي، چې په هېواد کې د ټولو سترو قومي-سیاسي ځواکونو ګټې په مناسبه بڼه وځلوي.
په اعلامیه کې راغلي: دا کار به په افغانستان کې د ملي پخلاینې د بشپړیدو لپاره یو بنسټیز شرط وي.
د مسکو د غونډې ګډونوالو د افغانستان له اسلامي امارته غوښتي، چې معتدل، سالم داخلي او بهرني سیاستونه پلي او د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې دوستانه پالیسي غوره کړي، د تلپاتې سولې، امنیت، خوندیتوب او اوږدمهاله سوکالۍ ګډ اهداف ترلاسه کړي او د قومي ډلو، ښځو او ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په افغانستان کې د ترهګرو سازمانونو د فعالیتونو په اړه د رامنځته شویو اندېښنو د مخنیوي لپاره باید په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ودې لپاره لیوالتیا او ژمنې یو ځل بیا ډاډمنې شي.
په اعلامیه کې راغلي: د غونډې برخوال خوښ دي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښودو ډاډ رامنځته شوی دی.
په افغانستان کې له تېر حکومته پاتې اقتصادي او بشري ناورین اوسني حکومت ته اداري ستونزې رامنځته کړي، چې نړیواله ټولنه باید له افغان ولس سره بیړنیو بشري او اقتصادي مرستو ته زمینه برابره او هراړخیزې عملي هڅې ګړندۍ کړي.
