Connect with us

سوداگري

د مسو عینک کان د پروژې پیل له ستونزو سره مخ دی – چینايي شرکت

خپور شوی

د

د غبرګولي پر ۳۱ نېټه د د لوګر ولایت د مسو عینک کان کېندونکي چینايي شرکت "MJAM" د دې کان تر څېرمه پرتو ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته د مرستو د وېش پروګرام پر مهال ویلي؛ د مسو عینک کان د استخراج پروژې چارې د یو لړ ستونزو له کبله پیل شوې نه‌دي، چې اسلامي امارت یې باید حل کړي.

د دغه شرکت مرستیال جان جې کای ويلي، ځینې ستونزې لکه د مسو عینک کان د شاوخوا ځمکو استملاک د دې پروژې د کار د نه‌پیل پر وړاندې ستر خنډ دی، چې شرکت یې په یوازې ځان حل کولی نه‌شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د مسو عینک کان قرارداد دې بیا وکتل شي او اسلامي امارت باید پر تعدیلاتو له دغه شرکت سره خبرې وکړي.

جان جې کای ټینګار کړی: هیله من یوو، چې اسلامي امارت او شرکت د خبرو له لارې ګډ ټکي پیدا کړي؛ اختلافات له منځه یوسي او له حل کولو سره یې د سیمې د خلکو پر ګټه د پروژې ودانیزې چارې پیل کړو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال عتيق الله عزيزي په دغه پروګرام کې ويلي، چې دوى د مسوعينک کان د لرغونو اثارو د لېږدونې او پاتې شونو د خوندي کولو طرحه جوړه کړې ده.

هغه زیاته کړې: مونږ د اړوند سیمې د لرغونو اثارو د لېږد او پیاوړتیا لپاره له یوه شرکت سره د همغږۍ  په حال کې یوو او هڅه کوو، چې د دغې پروژې عملي کار پیل کړو.

د کانونو او پترولیم وزارت استازي شکرالله ويلي؛ وزارت هڅه کوي، چې د مسو عینک کان عملي کار پیل شي.

نوموړی وایي، چې دا وزارت د دغې پروژې په اړه د شته اختلافاتو د حل لپاره له چینايي شرکت "MJAM" سره خبرې روانې ساتلي دي.

د کانونو او پترولیم وزارت استازی ټینګار کوي: دا وزارت د دغې پروژې په اړه د اختلافاتو د حل لپاره خبرې اترې کوي او هڅه کوو، چې د دې کان د استخراج عملي چارې پیل شي.

چینایي شرکت "MJAM" د ۱۳۸۷ لمریز لېږدیز کال په غویی میاشت کې د مسو عینک کان قرارداد ترلاسه کړ؛ خو له هغه وخت راپدیخوا د امنیتي ستونزو او د کانونو په سیمه کې د لرغونو اثارو د شتون له کبله یې د کان کیندنې څخه ډډه کړې ده.

 

سوداگري

ترکي عالمان او د خیریه موسسو چارواکي په افغانستان کې د پانګونې امکانات ارزوي

د انرژۍ او اوبو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ادیف خیریه بنسټ له بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه او د انرژۍ د تولید لپاره یې د هېواد کافي سرچینې ورپر ګوته کړې.

Published

on

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور د سې‌شنبې پر ورځ د ترکیې د عالمانو او د ادیف خیریه بنسټ له مسوولینو سره پر بېلابېلو سیاسي، دیني او ټولنیزو مسایلو خبرې وکړې.

د انرژۍ او اوبو وزارت د څرګندونو له مخې؛ عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ادیف خیریه بنسټ له بشردوستانه هڅو ستاینه وکړه او د انرژۍ د تولید لپاره یې د هېواد کافي سرچینې ورپر ګوته کړې.

هغه ټینګار وکړ، چې افغانستان اوسمهال په ټولو برخو کې د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابرکړی دی او ترکيې پلاوي ته یې د پانګونې او د هغوی د شتمنیو د خوندیتوب ډاډ ورکړ.

ویل کیږي، چې د ادیف بنسټ چارواکو د ترکي پانګوالو د هڅولو  ژمنه وکړه او هغوی غواړي، چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه وارزوي او پانګونه وکړي؛ ځکه، چې اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او پرمختیایي همکاریو د ودې لپاره مناسب چاپېریال برابر شوی دی.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان مرکزي بانک افغانستان ته د صادراتو له زیاتېدو خبر ورکړ

Published

on

د پاکستان مرکزي بانک خبر ورکړی، چې د روان کال د جولای او اکتوبر ترمنځ په څلورو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۲۹۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې، د تېر کال په همدې موده کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ارزښت څه باندې ۱۸۲ میلیون ډالره و.

د پاکستان مرکزي بانک وايي، د افغانستان په ګډون د سیمې اووه هېوادونو(چین، بنګله دیش، سریلانکا، هند، نیپال او مالدیپ ) ته د دغه هېواد صادرات څلور سلنه ډېر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د ټیټېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي ويلي، پخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲ اعشاریه میلیارډ ډالرو ته نږدې وه؛ خو اوس ۷۰۰ ​​میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

Continue Reading

سوداگري

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې د سوداګرۍ پر کمېدا اندېښنه څرګنده کړه

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په یوه مطبوعاتي څرګندونه کې سرحدي د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت لخوا افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتي بار وړلو لپاره د بېخبنا پر پراختیا د دوه سلنې مالیې پلي کول د سوداګرۍ د کچې د کمېدو یو لامل وباله.

Published

on

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیاالحق سرحدي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د ټېټېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د چارشنبې پر ورځ په یوه مطبوعاتي څرګندونه کې سرحدي د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت لخوا افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتي بار وړلو لپاره د بېخبنا پر پراختیا د دوه سلنې مالیې پلي کول د سوداګرۍ د کچې د کمېدو یو لامل وباله.

هغه د دې يادونه هم وکړه، چې پخوا د پاکستان او افغانستان تر منځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه شاوخوا ۲ اعشاریه ۵ ميليارډ ډالره وه؛ خو اوس ٧٠٠ ميليون ډالرو ته راټيټه شوې ده.

ضیاالحق سرحدي همداراز د تورخم د لارې پرله‌‌پسې تړل کېدا، د بار وړونکیو موټرو د تګ راتګ لپاره د لنډمهالي سند د صادرولو د پلان نه عملي کېدل او د کراچۍ په بندر کې محدودیتونه پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د کچې د راټیټېدو نور لاملونه وبلل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!