Connect with us

تازه خبرونه

د مزارشریف ښار په یوه جومات کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله واړوله

خپور شوی

د

د مزارشریف ښار په سه دکان جومات کې چاودنې نن پنجشنبه د غویی لومړۍ لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او ۱۵ نور ټپیان دي.

 د بلخ ولايت امنيتي چارواکي وايي، پېښه د مزارشريف ښار د سه دکان په جومات کې د ماسپښين د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.

د امنيه قومندانۍ وياند آصف وزيري پېښه تائيد کړې او څرګندوي، چې چاودنه په جومات کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له کبله رامنځته شوې ده.

د پېښې عيني شاهدانو ويلي، چې د ځاني زیان شمېر له هغه ډېر دی، چې امنيتي ځواکونو څرګند کړی دی.

داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.

دا برید دوه ورځې وروسته له هغې رامنځته کېږي، چې د کابل په لویدیځ برچي سیمه کې درې چاودنو شپږ کسان ووژل او ۱۱ نور ټپیان دي.

اسلامي امارت په هېواد کې وروستۍ چاودنې غندلي او وایي، چې دا «جنایات» د هغو کړیو کار دی، چې له افغان ټولنې سره هیڅ تړاو نلري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د فساد رامنځته ګوونکیو او شریرو عناصرو په له منځه وړلو کې ښه تجربه لري.

ده زیاته کړې، چې د دغو بريدونو عاملين به ډېر ژر ونيول شي او سزا به ورکړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د کابل په ګډون په ننګرهار او کندوز کې هم چاودنې رامنځته شوي، چې د څرګندونو له مخې مرګ و ژوبله هم لري.

Advertisement

تازه خبرونه

په پاکستان کې د یوې چاودنې له کبله ۱۵ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د سې‌شنبې پر ورځ ( د لړم نهه‌ویشتمه) پاکستانيو چارواکو تائید کړه، چې یوه مشکوک ځانمرګي بریدګر د افغانستان پولې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا ایالت په جاني‌خېل سیمه کې له چاودېدونکيو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه، چې له کبله یې ۱۱ پوځیان ووژل شول او څلور نور ټپیان دي.

Published

on

د پاکستان په شمال لویدیځ کې پر یوې پوستې د موټر بم چاودنې له کبله ۱۱ پوځیان وژل شوي دي.

د سې‌شنبې پر ورځ ( د لړم نهه‌ویشتمه) پاکستانيو چارواکو تائید کړه، چې یوه مشکوک ځانمرګي بریدګر د افغانستان پولې ته څېرمه د خیبر پښتونخوا ایالت په جاني‌خېل سیمه کې له چاودېدونکيو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه، چې له کبله یې ۱۱ پوځیان ووژل شول او څلور نور ټپیان دي.

د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا پېښه پرون ماښام  ناوخته پر ځایي وخت اووه بجې رامنځته شوې ده.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه ندی اخیستی.

د سیمه‌ییزو رسنیو د راپور له مخې؛ د پاکستان د پوځ د اعلی سرقومندان، د کابینې وزیرانو او د دغه هېواد د استخباراتی ادارو د مشرانو پر ګډون د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف پر مشرۍ د پاکستان د سیاسی- امنیتی کمیټې غونډه جوړه شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو د دغه هېواد په بلوچستان ایالت کې د وسلوالو او بېلتون غوښتونکیو ډلو پر ضد د نویو پوځي عملیاتو پر ترسره کولو هوکړه کړې ده.

په دې ناسته کې د دغه هېواد د وروستيو امنيتي حالاتو په تېره بيا په بلوچستان ايالت کې د بېلتون غوښتونکیو او ترهګرو د فعاليتونو شدت وڅېړل شو.

د خبری سرچینو د خبر له مخې: د پاکستان سیاسی، پوځی او امنیتی چارواکو په دې غونډه کې، چې له وسلوالو سره د مبارزې د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې وه؛ د دې هېواد په بلوچستان صوبه کې د نویو پوځی عملیاتو د پیلولو منظوري ورکړه.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ازبکستان نوي سفیر خپل باورلیک امیرخان متقي ته وړاندې کړ

امیر خان متقي د ازبکستان نوي سفیر ایبک عثمانوف ته ډاډ ورکړ، چې وزارت به یې د ازبکستان له سفارت سره پوره همکاري کوي.

Published

on

د افغانستان لپاره د ازبکستان نوي ټاکل شوي سفیر خپل باور لیک د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي ته وړاندې کړ.

امیر خان متقي د ازبکستان نوي سفیر ایبک عثمانوف ته ډاډ ورکړ، چې وزارت به یې د ازبکستان له سفارت سره پوره همکاري کوي.

متقي د دواړو هېوادونو د سفارتونو فعاله کېدل یو ښه پرمختګ وباله او وایي، چې دواړه هېوادونه به د اقتصادي پروژو لپاره ستر ګامونه پورته کړي.

ایبک عثمانوف هم ویلي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه دي او هغه به د خپل ماموریت پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره هڅې وکړي.

له دې مخکې په افغانستان کې د اسلامي امارت نومول شوي سفیر عبدالغفار بحر خپل باورلیک د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر ته سپارلی و.

اوسمهال کابل له ازبکستان سره د بل هر هېواد پر پرتله ښې سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري او د دواړو هېوادونو لوړ پوړي پلاوي څو ځله سره لیدلي او خبرې اترې کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اروپايي ټولنه د افغانستان له ماشومانو ملاتړ کوي

په کابل کې د دې ټولنې د استازولۍ څانګې په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې ماشومان د افغانستان راتلونکی دی او د هېواد د میندو په ګډون د دوی تر څنګ دریږي.

Published

on

اروپايي ټولنې نن (چارشنبه د لړم دېرشمه) د ماشومانو نړیوالې ورځې پر ویاړ ویلي، چې د افغانستان له ماشومانو ملاتړ کوي.

په کابل کې د دې ټولنې د استازولۍ څانګې په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې ماشومان د افغانستان راتلونکی دی او د هېواد د میندو په ګډون د دوی تر څنګ دریږي.

اروپايي ټولنه زیاتوي، چې د دې هېواد له ماشومانو سره د پوهنې، روغتیا ساتنې او ژغورنې پروګرامونو له لارې ملاتړ ته ژمن دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!