تازه خبرونه

د مرستو کمېدا په افغانستان کې ښځې زیانمنوي – ډبلیو اف پي

د ملګرو ملتونو دې ادارې د یکشنبې پر ورځ (د وږي څلورمه) په ایکس پاڼه کې څرګنده کړې؛ په افغانستان کې دا ښځې دي، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر کمو امکاناتو دروند بار ته اوږه وړاندې کوي.

Published

on

(Last Updated On: )

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا له اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د بودجې کمښت اندېښمن کړ او څرګندوي، چې ښځې به ترې له ټولو ډېرې زیانمنې شي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د یکشنبې پر ورځ (د وږي څلورمه) په ایکس پاڼه کې څرګنده کړې؛ په افغانستان کې دا ښځې دي، چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر کمو امکاناتو دروند بار ته اوږه وړاندې کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام وایي: په افغانستان کې د مرستو د کمولو تر ټولو ستره بیه ښځې پرې کوي. له یو میلیون ډېر ماشومان او میندې نور د بودجې د سخت کمښت له کبله د تغذیې له مرستو نه برخمنیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې څلور میلیون ښځې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، چې د مرستو له نه رسېدا سره یې وضعیت نور هم خراب شوی دی.

Trending

Exit mobile version