سیمه ییز خبرونه
د مخ پر زیاتېدونکې جګړې د پراخېدو د وېرې له کبله پر اسرائیلو برید ودرول شو – ایران
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چارشنبې پر سهار په ایکس پاڼه کې لیکلي: زمونږ کړنه پایلې ته رسیږي؛ خو که اسرائیلي رژیم د غچ اخیستلو برید ونکړي. په دې حالت کې به زمونږ غبرګون خورا پیاوړی او ځواکمن وي.

ایران د چارشنبې پر سهار ویلي، چې پر اسرائیلو یې توغندیز برید د نورې پارونې د مخنیوي لپاره درولی. په داسې حال کې، چې د رویټرز د راپور له مخې اسرائیلو او امریکا د تهران پر وړاندې د غچ اخیستنې ژمنه کړې ده.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چارشنبې پر سهار په ایکس پاڼه کې لیکلي: زمونږ کړنه پایلې ته رسیږي؛ خو که اسرائیلي رژیم د غچ اخیستلو برید ونکړي. په دې حالت کې به زمونږ غبرګون خورا پیاوړی او ځواکمن وي.
واشنګټن ویلي؛ له اسرائیلو سره به خپله همکاري تر هغې روانه ساتي، چې ایران د سې شنبې د ورځې د برید، چې د اسرائیلو د څرګندونو له مخې له ۱۸۰ ډېر بالستیک توغندي پرې توغول شوي؛ له “جدي پایلو” سره مخ شوی نهوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې پر ورځ د منځني ختیځ په اړه غونډه کوي او اروپايي ټولنه د بېړني اوربند غوښتنه وکړه.
د ایران دا برید د اسرائیلو پر وړاندې تر ټولو لوی پوځي ګوزار بلل کیږي.
په ټول هېواد کې د خطر زنګ وهل شوی او چاودنو بیت المقدس او د اردن سیند دره ولړزوله؛ ځکه، نو خلکو ته وویل شول، چې د بمونو پناه ځایونو ته ولاړ شي.
د اسرائیلي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په اسرائیلو کې د کوم ځاني زیان راپور ندی ورکړ شوی؛ خو یو سړی په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې وژل شوی دی.
ایران دا کړنه دفاعي بولي او یوازې د اسرائیلو پوځي تاسیسات یې هدف ګرځولي دي.
د ایران دولتي خبري سرچینې ويلي، د اسرائیلو درې پوځي اډې یې پر نښه کړې دي.
تهران ویلي، چې دا برید یې په لبنان کې د حزب الله او غزې د مشرانو د وژنې او د اسرائیلو د وسلهوال تېري په ځواب کې کړی دی.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ځوابي برید ژمنه کړې ده.
هغه د سې شنبې پر ورځې ناوخته د سیاسي امنیت د کابینې د بېړنۍ غونډې په پیل کې ویلي، ایران نن شپه یوه لویه تېروتنه وکړه او بیه به یې پرې کړي.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز د خبرپاڼې له مخې، چې د دولتي رسنیو لخوا وړاندې شوې ویلي، چې د اسرائیلو هر ډول ځواب به د اسرائیلو بېخبناوې له ویجاړۍ سره مخ کړي.
دغه راز ویل شوي، چې دوی به د هر هغه اسرائیلي متحد سیمهییز شتمنۍ هم پر نښه کړي، چې په کې ځان ښکېل کړي.
د ایران سپاه پاسداران وايي، د ایران ځواکونو د سې شنبې پر ورځ د لومړي ځل لپاره هایپرسونیک الفتح توغندی وکاراول او ۹۰ سلنه توغندي یې پر اسرائیلي اهدافو بریالي لګېدلي دي.
د اسرائیلو هاګاري ویلي، چې پر مرکزي او جنوبي اسرائیلو محدود بریدونه شوي. هغه ویډیو، د پوځ لخوا وړاندې شوې ښیي، چې د ګادره په مرکزي ښار کې یو ښوونځی پر ایراني توغندي سخت زیانمن شوی دی.
پنټاګون ویلي، سمندري جنګي بېړیو د اسرائیلو پر لور د شاوخوا ۱۰ ایراني توغندیو مخه نیولې. بریټانیا پرته له دې، چې توضیحات ورکړي ویلي، چې د دوی ځواکونو “په منځني ختیځ کې د مخ پر زیاتېدونکي کړکیچ د مخنیوي په هڅو کې ونډه درلودلې.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش روان بریدونه وغندل او وایي، چې جګړه باید ودرول شي. مونږ په کلکه اوربند ته اړتیا لرو.