Connect with us

تازه خبرونه

د متحده عربي اماراتو رییس له سراج الدین حقاني سره وکتل

خپور شوی

د

د متحده عربي اماراتو رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان پرون (سې شنبه د غبرګولي پېنځلسمه) د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي سراج الدین حقاني پر مشرۍ له یوه افغان پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې، چې د ابوظبۍ په قصر الشطي کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا او د متقابلو ګټو د خوندیتابه او د سيمې د ثبات لپاره د اړيکو د پياوړتيا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

دغه خبرې اترې پر رغنیزو، اقتصادي او پرمختیایي برخو راڅرخېدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي له دې لیدنې خوښي څرګنده کړې او د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ یې د ښو اړیکو ستاینه وکړه.

په دې سفر کې د چارسمبالي حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق هم ملګرییا لري.

تازه خبرونه

افغانستان کولی شي منځنۍ آسیا ته د پاکستان د ټرانزیټ لار وتړي – عباس ستانکزی

په لوګر ولایت کې د تازه میوو او سابو د سوداګرو د ستونزو د اوریدو غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې پاکستان دې د افغانستان سوداګریزې لارې نه بندوي؛ ځکه، چې افغانستان هم د منځنۍ آسیا لپاره د پاکستان ټرانزیټي لار تړلی شي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال پاکستان ته د افغان سوداګریزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې پر شته ستونزو اندېښنه وښوده او څرګندوي؛ پاکستان باید د میوو او سبزیو د حاصلاتو په موسم کې د افغانستان سوداګریزې لارې بندې نکړي؛ ځکه، چې افغانستان هم کولی شي منځنۍ آسیا ته د پاکستان د ټرانزیټ لار بنده کړي.

په لوګر ولایت کې د تازه میوو او سابو د سوداګرو د ستونزو د اوریدو غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې پاکستان دې د افغانستان سوداګریزې لارې نه بندوي؛ ځکه، چې افغانستان هم د منځنۍ آسیا لپاره د پاکستان ټرانزیټي لار تړلی شي.

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې ترینګلتیا نوې خبره نده؛ خو دا لومړی ځل دی، چې افغان حکومت په ټرانزیټي برخه کې د اسلام‌آباد د نه همکارۍ په غبرګون کې منځنۍ آسیا ته د پاکستان د ټرانزیټي لارې د تړلو خبرداری ورکوي.

عباس ستانکزي له پاکستان څخه وغوښتل، چې د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د حاصلاتو په موسم کې دې سوداګریزې لارې نه بندوي، چې د افغان سوداګرو محصولات د پاکستان خلکو ته ورسیږي؛ ځکه د لارې تړل د دواړو هېوادونو په ګټه ندي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد وايي، هڅه کوي د صادراتو پر وړاندې پراته خنډونه لرې کړي؛ ځکه اقتصادي ځان بسیاینه د اسلامي امارت لومړیتوب دی.

د افغان سوداګرو پر مخ د مېوو او سابو د سوداګریزو لارو تړل، د پاکستان لخوا د ګمرکي تعرفو لوړېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو تړونونو نه مراعات د دې لامل شوي، چې د روان کال په لومړیو پېنځه میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان صادرات لس سلنه کم شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په جوزجان کې د یتیم طاق سمنټو پروژې د تړون لاسلیک ته هیله من یوو -د ۷۷ ترکي شرکت مشر

د کانونو وزارت نن (پنجشنبه د تلې دولسمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هدایت الله بدري په هېواد کې د ۷۷ ترکي شرکتونو فعالیتونه وستایل او له هغوی یې وغوښتل، چې د افغانستان د تالک، اوسپنې او مسو په کانونو کې زیاته پانګونه وکړي.

Published

on

د ۷۷ ترکۍ کمپنۍ عمومي رییس سلیمان جیلیو د کانونو او پټرولیم وزارت له چارسمبالي هدایت الله بدري سره په کتنه کې هیله من شو، چې د دې شرکت د اسنادو له وروستي کېدو وروسته به د دواړو بنسټونو ترمنځ په جوزجان ولایت کې د یتیم طاق سمنټو د پروژې تړون لاسلیک شي.

د کانونو وزارت نن (پنجشنبه د تلې دولسمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې هدایت الله بدري په هېواد کې د ۷۷ ترکي شرکتونو فعالیتونه وستایل او له هغوی یې وغوښتل، چې د افغانستان د تالک، اوسپنې او مسو په کانونو کې زیاته پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د وچې مېوې سوداګرو ته له هند سره پر ویزو د خبرو ډاډ څرګند کړ

ویل کیږي، د وچې مېوې سوداګرو ته به د اسلامي امارت له تګلارې سره سم ځمکې ځانګړې او اسانتیاوې برابرې شي.

Published

on

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د وچې مېوې له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت به له هندي چارواکو سره د ویزو د ورکړې په برخه کې د ستونزو پر حل خبرې وکړي.

په دې کتنه کې،‌ چې د چارشنبې پر ورځ ترسره شوې مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې ګاونډ هېوادونه باید د افغان سوداګرو پر وړاندې د ستونزو د رامنځته کولو مخه ونیسي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ویل کیږي، د وچې مېوې سوداګرو ته به د اسلامي امارت له تګلارې سره سم ځمکې ځانګړې او اسانتیاوې برابرې شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!