سوداگري
د مالیې وزارت د هوټلونو، رسټورانټونو، تېلو او ګازو پر ټانکونو مالیه کمه کړه
د مالیې وزارت مرستیال عبدالقاهر ويلي، چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې؛ د ټولو هوټلونو او رسټورانټونو خاوندان مکلف دي، چې یوازې دوه سلنه مالیه ورکړي.

د مالیې وزارت چارواکو ويلي، چې د چارسمبالي حکړمت د رهبر د فرمان له مخې؛ په هېواد کې پر هوټلونو، رسټورانټونو، تېلو او ګازو پر ټانکونو مالیه کمه شوې ده.
د مالیې وزارت مرستیال عبدالقاهر ويلي، چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې؛ د ټولو هوټلونو او رسټورانټونو خاوندان مکلف دي، چې یوازې دوه سلنه مالیه ورکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د تېلو او ګازو پر ټانکونو به پر یوه لیټر صفر اعشاریه درې افغانۍ مالیه وضع شي، چې پخوا په یوه لیټر کې صفر اعشاریه شپږ افغانۍ وه.
د دوی د څرګندونو له مخې چارسمبالي حکومت تل هڅه کړې، چې مالیه ورکوونکیو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي ويلي، چې د مالياتي سکټور د اسانتيا لپاره مو شرکتونه له مالياتو معاف کړي او د سوداګرۍ پخوانی معافيت له ۱۵۰ زره افغانيو څخه تر دوه ميليون افغانيو پانګونې پورې لوړشوی دی، چې د ماليې کچه یې له صفر اعشاریه پېنځه څخه صفر اعشاریه درې ته راټيټه شوې ده.
د ګازو د اتحادیې مسوولین او سوداګر د اسانتیاوو د برابرولو په ځانګړي توګه د مالیاتو د کمولو په برخه کې اخیستل شوي ګام څخه هرکلی کوي.
هغه ګرځند هوټلونه او رسټورانټونه، چې خرڅلاوی یې په ربع وار توګه له ۷۵۰ زره افغانیو کم وي ۲ سلنه مالیه او له ۷۵۰ زره افغانیو څخه د ډېر خرڅلاو پر عاید ۵ سلنه مالیه ده.
ویل کیږي، چې مالیه ورکوونکي دې پخپل وخت مالیه ورکړي.