نړۍ

د لویدیځ پاکستان ۵ امنیتي ځواکونه په بېلابېلو بریدونو کې وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: )

د پاکستان امنیتي ځواکونو د شنبې پر ورځ ویلي، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په ناکراره لویدیځه سیمه کې له درې بېلابېلو بریدونو لږ تر لږه درې سرتېري او دوه پولیس وژل شوي او شپږ ملکي وګړي ټپیان دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان د تربت ضلعې د هوشاب په اړوند سیمه کې له وسلوالو سره په نښته کې دوه سرتېري وژل شوي او درېیم پولیس سرتېری د ځای پر ځای شويو چاودیدونکیو توکو د له منځه وړلو پر مهال چاودنې وژلی دی.

پولیسو ویلي؛ د شنبې پر ورځ له افغانستان سره پولې ته نږدې د پاکستان په شمالي سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اورپکو پر بریدونو دوه پولیس وژل شوي او د یوې ځوانې نجلۍ په ګډون شپږ ملکي وګړي ټپیان دي. دا په داسې حال کې ده، چې ټي ټي پي له حکومت سره د یوې میاشتې پر اوربند هوکړه کړې ده.

د باجوړ د ضلعې د پوليسو مشر عبدالصمد خان رويټرز خبري آژانس ته ويلي: د سهار پر لس بجو دوه پوليس په يوه بمي چاودنه کې ووژل شول.

بل برید د بلوچستان ایالت مرکز کویټې ښار ته څېرمه شوی، چې په کې یو پولیس او د یوې ځوانې نجلۍ او درې میرمنو په ګډون پېنځه کسان ټپیان شوي دي.

د پولیسو یوه جګپوړي افسر علي رضا ویلي، چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي وه، چې په سیمه کې یې د پولیسو ګزمه پر نښه کړه.

د ټي ټي پي یوه ځايي ویاند د دې بریدونو مسوولیت رد کړی او وایي، چې دوی اوربند ته ژمن پاتې دي.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي کلونه کلونه کیږي، چې په اسلام آباد کې د حکومت د نسکورولو او د سویلي آسیا پر دغه ۲۲۰ میلیوني ملت د شرعي قانون د پلي کولو لپاره مبارزه کوي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې په تېرو وختونو کې د سولې هوکړې ته د رسیدو لپاره د اوربند ډېرې ناکامې هڅې شوې دي.

Trending

Exit mobile version