تازه خبرونه
د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

(Last Updated On: )
د لغمان والي رحمت الله یارمل نن له غرمې وروسته د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قومندان عبد الظاهر د افغان ځواکونو لخوا په توغول شوې مرمۍ لګېدلی او وژل شوی دی.
والي یارمل زیاته کړې؛ افغان ځواکونو د طالبانو پر خوا د توپ مرمۍ ویشتله، چې د تخنیکي ستونزې له کبله مرمۍ د امینه قومندان تر څنګ لګېدلې او چاودنه یې کړې، چې پخپله امنیه قومندان له یو ساتونکي سره یو ځای وژل شوی دی.
والي ویلي، چې په سیمه کې وضعیت د اندېښنې وړ ندی او جګړه هم نشته.
دولت شاه د لغمان یو له ناامنه ولسوالیو شمېرل کیږي، چې پدې وروستیو په کې افغان ځواکونو د وسلوالو طالبانو پر ضد چاڼیز عملیات هم پیل کړي دي.