لوبی
د (لاجورد لارې) بایسکل ځغلوونکي د ترکيې استانبول ښار ته ورسیدل

د( لاجورد لارې) بایسکل ځغلوونکي د چهارشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۲) خپلې وروستۍ موخې( د ترکیې استانبول ښار) ته ورسیدل.
دوی ۵۷ ورځې مخکې له هرات ولایت څخه خپل دغه سفر پیل او موخې ته د رسیدو لپاره یې د ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان له لارې ۴۱۲۵ کیلو متره مزل وکړاو دا دی په پای کې د چارشنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۲) د دغه هېواد استانبول ښار ته ورسیدل.
د افغان بایسکل ځغلوونکیو کاروان غړي له رسیدو سره سم د افغانستان د کنسلګرۍ او د ترکیې د بشیکتاش ښار د ښاروالۍ د چارواکو او په ترکیه کې د میشتو افغانانو له تاوده هرکلي سره مخ شول.

لوبی
د افغانستان کرکټ لوبډله په نړیوال نوملړ کې اووم ځای خپل کړ
د افغانستان لوبډله اوس د انګلستان، ویسټ انډیز او بنګله دېش په څېر ټیمونو پر پرتله لوړه درجه لري.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په وروستۍ درجه بندۍ کې اووم مقام ته پورته شوې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې افغانستان له څلورو نمرو سره اووم مقام ترلاسه کړ.
تر دې دمه دا د افغانستان په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې تر ټولو ښه پایله ده.
د افغانستان لوبډله اوس د انګلستان، ویسټ انډیز او بنګله دېش په څېر ټیمونو پر پرتله لوړه درجه لري.
لوبی
د افغانستان کرکټ الف لوبډله د سریلانکا کرکټ الف لوبډلې سره یوه ټیسټ لوبه کوي
د افغانستان الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په ملي لوبډلې کې هم لوبه کړې ده.

د افغانستان او سریلانکا الف کرکټ لوبډلې به د سېشنبې پر ورځ (د غویی نهمه) په یوه غیر رسمي ټیسټ لوبه کې له یو بل سره مخ شي.
د افغانستان الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په ملي لوبډلې کې هم لوبه کړې ده.
د افغانستان الف لوبډلې جوړښت:
بهیرشاه، دروېش رسولي، اعجاز احمد مهري، عمران میر، ریاض حسن، عبدالمالک، عصمت عالم، شمس الرحمن، ضیا الرحمن، افسر ځاځی (ویکټ کیپر)، اکرام علیخېل (ویکټ کیپر)، عرب ګل، بشیر احمد، فرید احمد، فریدون داوودزی، خلیل ګربز، محمد ابراهیم، محمد سلیم، یما عرب، ضیاءالرحمن.
د سریلانکا الف لوبډله:
کمیل میشارا، ناوانیډو فرنانډو، پاسینډو سوریابنډارا، پاون راټنایکه، راوینډو رسانټا، سونال ډینوشا، وانویا سهان، لحیرو اوډارا (ویکټ ساتونکی)، صیډیرا سماراویکراما (ویکټ ساتونکی) اسانکا منوج، دیلشان ماډوشنکا، ډیلوم سوډدیرا، ایسیټا ویجسونډرا، میلان راټنایکه، شیران فرنانډو، تارینډو راتنایکه.
لوبی
د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې وخوړه.
دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره شوه.
د لوبې پچه سريلانکا وګټله؛ خو په خپله یې د توپاچونې پرېکړه وکړه او افغان ابدالیانو یا الف لوبډلې ته یې د توپوهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.
افغان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اته ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و، چې سريلانکا د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو په ۳۹ اوورنو کې هدف پوره کړ.
افغانستان مخکې له دې په دې لړۍ کې یوه لوبه د ایرلینډ پر وړاندې او بله د سریلانکا پر وړاندې بایللې وه.
سريلنکا ټولټال څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلې دي. له دې سره دې لوبډلې اته امتیازه ترلاسه کړي او د ۵۰ اږریزو لوبو د جدول په سر کې ځای لري.
افغانستان او ایرلنډ له څلورو لوبو یوازې یوه یوه ګټلې او دواړه دوه دوه امیازه لري.
دا لوبې په ابوظبۍ کې د افغانستان په کوربهتوب روانې دي؛ پایلوبه به د راروانې جمعې پر ورځ( د غویی پېنځمه / د اپرېل پېنځهویشتمه) ترسره شي.
-
تازه خبرونه5 days ago
په قطر د دوحې د څلورمې غونډې د ترسره کولو لپاره خبرې اترې وشوې
-
تازه خبرونه4 days ago
په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان او هند د اړیکو د ترینګلتیا پر سیمهییزو اغېزو علمي بحث وشو
-
نړۍ2 days ago
کېدی شي اسرائیل په پراخو پوځی عملیاتو کې ټوله غزه ونیسي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران بهرنیو چارو وزیر د پاکستان او هند ترمنځ د منځګړیتوب لپاره اسلامآباد ته رسېدلی
-
تازه خبرونه4 days ago
د پغمان په ملا عزت ښارګوټي کې ۳۵۲ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه
-
تازه خبرونه2 days ago
په تخار ولایت کې د کتاب اوونۍ ونمانځل شوه
-
لوبی3 days ago
د افغانستان کرکټ لوبډله په نړیوال نوملړ کې اووم ځای خپل کړ
-
نړۍ4 days ago
د امریکا محکمې د امریکا غږ د کارمندانو د بېرته کار ته د ستنولو پرېکړه ودروله