Connect with us

تازه خبرونه

د قطر د شپږم پړاو د خبرو په پیل کې د طالبانو او خلیلزاد اختلافات په ډاګه شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په خپل تویت کې څرګنده کړې؛ د مذاکراتو په پیل کې یې له طالبانو غوښتي، چې وسلې پر ځمکه کیدي او له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو، اوربند، د افغانانو په خپلمنځي خبرو او د ترهګرۍ ضد هڅو کې د تضمین په ورکړه له واشنګتن سره هوکړې ته ورسیږي.

د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو شپږم پړاو خبرې روانې دي، چې د افغانستان سولې لپاره برخلیک ټاکوونکې یادیږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیل زاد ویلي، د دوحې خبرو په پیل کې  یې له طالبانو غوښتي، چې وسلې پر ځمکه کیدي او له تاوتریخوالي لاس واخلي. که څه هم، چې طالبانو ویلي وه د خبرو په دې پړاو کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي او ترهګرۍ ضد هڅو کې د تضین په ورکړې بحث کیږي؛ خو زلمي خلیلزاد په یوه تویت کې ښکاره کړې: سوله دې ته اړتیا لري، چې مونږ د څلور تړلو مسایلو پر سر؛ د ځواکونو وتل، د ترهګرۍ ضد تضمین، د افغانانو خپلمنځي خبرې او د تاوتریخوالي کموالی، چې د هر اړخیز اوربند سبب ګرځي؛ ګډون وکړو. هیڅ څیز به وروستی نشي تر هغې، چې مونږ د دې څلورو مسایلو په تړاو هوکړه ونکړو.

طالبانو د زلمي خلیلزاد پر خبرو توند غبرګون ښودلی او څرګنده کړې یې ده، چې زلمی خلیلزاد باید له طالبانو څخه  پر ځمکه د وسلو کېښودو  فکر او خیالي غوښتنې وړاندې نکړي. غوره ده، چې خلیلزاد د شف – شف پر ځای په زغرده شفتالو ووایي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داوود زی وایي، چې زه د امریکا له هڅو او سیاست څخه، چې د سولې په اړه یې پیل کړي ملاتړ کوم. زمونږ او د امریکا اړیکې بنسټیزې او اوږدمهاله دي.

پخوانی ولسمشر  حامد کرزی وایي؛ د دې وخت را رسیدلی، چې مونږ سوله وغواړو، ملا عبدالغني برادر او د طالبانو تحریک ځینې نور مشران هم په افغانستان کې د سولې په لټه کې دي.

طالبان تمه لري، چې د دوحې مذاکرات له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهالوېش وروستی کړي؛ خو د زلمي خلیلزاد خبرې ښیي، چې د مذاکراتو تر وروستي کیدو پورې ډېر وخت پاتې دی.

د طالبانو د ډلې پخوانی غړی سید اکبر آغا  وایي، چې خلیلزاد هم هیله من دی او طالبان هم وایي، چې د خبرو جرئیات پاتې دي. په دې خبرو کې به د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت په ډاګه کیږي.       

د دوحې مذاکرات تېره ورځ پیل شوي؛ خو روښانه نده، چې کله به پای ته رسیږي او د افغانستان سولې ته به وروستۍ پایله ولرې  او که نه؟

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!