تازه خبرونه
د قطر په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو اتم پړاو خبرې پیل شوې
په قطر کې د طالب پلاوي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر مشرۍ له امریکایانو سره د اتم پړاو خبرې پیل شوې.
د افغان سولې لپاره د امریکا او طالب استازیو ترمنځ په اتم پړاو خبرو کې امریکا تر ډېره کوښښ کوي، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي او اوربند ته غاړه کیدي. له دې پړاو خبرو مخکې خلیلزاد په یو تویت کې څرګنده۹ کړې وه، چې دا ځل به له طالب استازیو سره وروستۍ هوکړې ته ورسیږي.
زلمي خلیلزاد ویلي، چې امریکا هم له طالبانو سره مناسبه هوکړه غواړي. د هغه په وینا؛ دا هوکړه به د افغان سولې لپاره وي، نه له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتلو لپاره.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد وایي: له طالبانو سره د خبرو د بیا پیلولو لپاره دوحې ته ورسیدم. مونږ د سولې هوکړه غواړو، نه د سرتېرو د ایستلو. داسې هوکړه، چې د سرتېرو ایستلو ته لار اواره کړي. په افغانستان کې زمونږ حضور له شرایطو سره تړلی او له افغانستان څخه وتل مو هم مشروط دي.
له بلې خوا په قطر کې طالب استازیو په ډاګه کړې، چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتېرو د وتلو تر وخته به دوی له افغان حکومت سره خبرو او اوربند ته حاضر نشي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین څرګنده کړې؛ نن یې له امریکایي پلاوي سره په دوحه کې مذاکرات پیل کړل، چې کیدی شي څو ورځي روان وي. که هوکړه وروستۍ شي، نو له مخې به یې پر ټاکلي وخت ټول بهرني پوځونه له افغانستان څخه ووځي او هم به خپلمنځي خبرو ته لار خلاصه شي.
دغه راز د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال عبدالسلام حنفي یو غږیږ پیغام هم خپور شوی، چې په کې له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو سرتېرو پر وتو ټینګار شوی او وایي؛ تر هغې، چې ټول سرتېري نه وي وتلي، اوربند ناشونی ښکاري.
افغان حکومت وايي، چې روانه تپل شوې جګړه باید هر څومره زر باید ودریږي. حکومت هم په قطر کې د اتم پړاو خبرو څخه د مطلوبې پایلې په تمه دی.
سیاسي مخکښ محمد حسن حقیار وایي، چې د اووم پړاو خبرو پاتې پایله به په اتم پړاو خبرو کې په ډاګه شي او که د دې پړاو خبرې هم پایله ورنکړي؛ اړینه ده، چې د سولې خبرې له سره پیل شي.
په اتم پړاو کې د طالبانو او امریکا تر منځ د وروستۍ هوکړې لپاره د ډېرو هیلو تر څنګ دا وېره هم شته، چې ښايي توافق ونشي. طالبانو ته نږدې سرچینې وايي که اتم پړاو خبرې بې پایلې شي؛ نو د سولې لپاره شوی مزل به له سره پیل شي.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
تازه خبرونه
له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول
د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.
د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.
د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.
دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.
ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
تازه خبرونه
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.
د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.
دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.
ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه1 day ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو