نړۍ

د فرانسې په آلپ غرونو کې واورې ښویېدنې ۱۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: )

د فرانسې د آلپ د آرمنستت په کنګلونو کې د واورې ښویېدو له کبله لږ تر لږه ۴ کسان مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر جرالد دارونین تویت کړی، چې د یکشنبې پر ورځ د آرمنستت په کنګلونو کې د واورې یوه پراخه توپان د ۳۵۰۰ مترو پر لوړوالي ۵۰۰ متره سیمه یو کیلو متره لاندې کړه.

په واورو کې د بندو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات روان دي.

د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په پېښه کې ښکېلو کسانو سکي کوله.

آرمنستت کنګل د سکي پیست د کلي په لیس کانتامینز-مونتجوی کې موقعیت لري، چې د ټولې فرانسې او انګلستان سکي کوونکي د اوونۍ په پای یا پاک اختر کې سفر کوي.

چارواکو دا هم ویلي، چې د لټون په عملیاتو کې د مرستې لپاره دوه چورلکې استول شوي دي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د واورې د ښویېدو شونتیا نوره نشته.

Trending

Exit mobile version