تازه خبرونه
د غور ولایت له زندانونو د ۷ ښځو په ګډون څه باندې ۴۰ بندیان خوشې شول
Last Updated on: وری ۲۹, ۱۴۰۲
د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د ۴۱ بندیانو له خوشي کېدو خبر ورکړی او څرګندوي، چې دغه بندیان د کوچني اختر په مناسبت د اسلامي امارت د مشرتابه شیخ هبةالله آخوندزاده پر سپارښتنه خوشي شوي دي.
د غور والي د رسنیو مرکز په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو خوشي شویو بندیانو کې ۷ ښځې هم د بښنې د حکم یوه برخه ده.
په دې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې خوشې شويو بنديانو اخلاقي فساد، غلا، رشوت او د نشه يي توکو د قاچاق په شان جرمونه لرل، چې اړوند ادارو نيولي وه او بنديان ول.