تازه خبرونه
د غني ” لجاجت ” او د افغان سیاستوالو ” ځانځاني ” د حکومت د سقوط لامل شو – خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چارشنبې پر ورځ (د لړم ۵ مه) په واشنګټن ډي سي کې د نړیوالې سولې لپاره د کارنګي څېړنیز مرکز لخوا په جوړ شوي مجازي کنفرانس کې ویلي، چې د طالبانو ( ا.ا ) لخوا د افغانستان د حکومت سقوط دوه لامله لرل؛ یو د پخواني ولسمشر اشرف غني "لجاجت" او دوه یم د هېواد د سیاستوالو "ځانځاني".
زلمي خلیلزاد دا هم ویلي، چې له طالبانو(اسلامي امارت) سره د جګړې لپاره د افغان پوځیانو نه لیوالتیا هم د افغانستان د ګړندي سقوط یو لامل دی.
خلیلزاد زیاته کړې: سره له دې، چې هغه یعنې اشرف غني له درغلیو څخه په ډکو ټاکنو کې د لږ شمېر افغانانو په ګډون یو ځل بیا وټاکل شو. مونږ ټولو د ولسمشر غني د بې ځایه ټینګار، چې غښتل یې په واک و ځواک کې پاتې شي ؛ حیران کړي وو.
زلمي خلیلزاد هم د لومړي ځل ومنله، چې امریکا افغانان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ګډون زړه توري کړل، هغه ټامنې، چې اشرف غني یې د دوه یمې دورې لپاره واک ته ورساوه.
خلیلزاد ویلي؛ امریکا غوښتل، چې د سیاستوالو او مدني ټولنې او طالبانو ( اسلامي امارت) ترمنځ د خبرو له لارې یوه موقته اداره رامنځته کړي، چې ټولو ډلو ته د منلو وړ.
دغه امریکايي افغان ډیپلومات دا هم ویلي؛ د غني لویه تېروتنه دا وه، چې فکر یې کاوه امریکا به له افغانستان څخه ونه وځي.
د خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛ غني په دې باور و، چې امریکا او استخبارات به یې له هغو سیمو څخه شا ته نشي، چې سټراټیژیک مهم هېوادونه لکه چین، روسیه، ایران او پاکستان ته نږدې دي.
خلیلزاد زیاته کړې: ما هڅه وکړه، چې هغه [اشرف غني] قانع کړم او ورته په دې اړه د ولسمشر ټرمپ له جدیته ووايم؛ خو هغه ویل نه! استخباراتو او پوځ ماته بل څه ویلي.
کله، چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د بشپړ ایستلو اعلان وکړ؛ اشرف غني خلیلزاد ته وویل: زه اوس آزاد یم، چې د افغانانو په خوښه جګړه وکړم. زه به په شپږ میاشتو کې طالبانو (اسلامي امارت) ته ماتې ورکړم؛ ځکه، چې تاسې کمزوری جګړه کوئ.
خلیلزاد څرګنده کړې، چې په حقیقت کې د امریکا له خوا تر ۳۰۰۰۰۰ ډېر روزل شوي او مجهز سرتېري د طالبانو د ۶۰۰۰۰ سرتېرو په مقابل کې د مورال د نشتوالي، فساد او په لومړۍ کرښه کې سرتېرو ته د لږې پاملرنې له امله له منځه ولاړل.
د خلیلزاد په وینا، په افغانستان کې ولس پر سیاست لوبو باور نه درلود، سرتېري پر جوړو شویو ایډیالونو باور نه درلود؛ خو طالبان (اسلامي امارت) پخپلو ایډیالونو باوري وه.
خلیلزاد هم د افغانستان د سیاسي اشخاصو چلند «ځاني، غرضي او فاسد» نومولی او وایي، چې د سیاسي اشخاصو چلند هم له طالبانو سره د سولې د خبرو د ناکامېدو لامل شوی دی.
د خلیلزاد په وینا، هغه د هغو افغانانو له کړنو څخه مایوسه شوی، چې ورسره یې کار کړی؛ ځکه، چې د امریکا له خوا ورکړ شوی طلایی فرصت یې ونه کارولی شو.
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د کوم هېواد لخوا پر رسمیت ندی پېژندل شوی؛ خو زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا د یوې قوي ډیپلوماټیکې اړیکې ملاتړ کړی، چې په کې د یوې داسې "لار نقشې" په ګډون د دواړو ډلو ترمنځ د باور او بې اعتمادۍ د رامنځته کولو هڅه کیږي.
خلیلزاد دا هم ویلي، چې د افغانستان په اړه د واشنګټن پالیسي د داسې "ناخبره بحث" تر اغېزې لاندې دی، چې د امریکا ګټو ته زیان رسولی شي.
د خلیلزاد په وینا، په امریکاو کې ډېري غواړي، چې طالبان وکړیږي او د دوی حکومت سقوط وکړي؛ ځکه، چې مونږ یې په ماتولو کې بریالي نه شوو او خوند یې پر شخوند بدل شو.
خلیلزاد خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د طالبانو (اسلامي امارت) د حکومت نسکورېدل به کورنۍ جګړې او بشري ناورین ته لار اواره کړي او د ترهګرو ډلو لپاره به ښه شرایط رامنځته کړي.
د خلیلزاد په وینا، طالبانو د تړون له لاسلیک وروسته په ۱۸ میاشتو کې خپله ژمنه وښوده او یو امریکایي هم ونه وژل شو. که څه هم د افغان ځواکونو پر ملاتړ د امریکا په هوايي بریدونو کې سلګونه او احتمالاً زرګونه طالبان وژل شوي دي.
هغه دا هم ویلي، چې طالبان (اسلامي امارت) هم کولی شي، چې د داعش له سخت دریځو سره د مبارزې لپاره له بهرنیو مرستو کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې خلیلزاد پرون په یوه بله مرکه کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره د دې احتمال ډېر و، چې کابل ویجاړ او کوڅه پر کوڅه جګړې وشي.
نوموړي په دې خبرو کې اشرف غني تورن کړی، چې د ده په وینا هېڅکله یې له اسلامي امارت سره د واک پر شریکولو هوکړه نده کړې.
خلیلزاد له افغانستان څخه د جوبایډن په ګډوډ وتلو نیوکه وکړه او وایي، چې امریکا پر پخواني افغان ولسمشر اشرف غني دومره فشار ندی راوړی، چې له اسلامي امارت سره د واک پر شریکولو هوکړه وکړي.
خلیلزاد ویلي: زما قضاوت دا دی، چې مونږ پر هغه (اشرف غني) دومره فشار ندی راوړی. مونږ پر ولسمشر غني مهربان وو. مونږ د ډیپلوماسۍ له لارې هغه هڅولی دی.
د هغه په وينا، د امريکا او طالبانو (اسلامي امارت) ترمنځ د دوحې هوکړه د شرطونو پر بنسټ رامنځته شوې وه، چې په کې د طالبانو او پخواني افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې او هر اړخيز اوربند هم شامل و؛ خو ولسمشر بایډن پرېکړه وکړه، چې د مهالوېش له مخې له افغانستان څخه پرته له کوم مخکني شرط ځواکونه وباسي.
د یادونې ده، چې زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه او ځایناستی یې وټاکل شو.
تازه خبرونه
د ناروې سفارت چارسمبالي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره وکتل
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شېر محمد عباس ستانکزي له البرټ ایلساس سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او بشري مسایلو خبرې وکړې او په دې کتنه کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې د متقابل عمل په دوام به ستونزې اوارې شي.
له هغې وروسته، چې ناروې له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکو له کمي خبر ورکړ؛ په افغانستان کې د ناروې سفارت مشر کابل ته راغی او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شېر محمد عباس ستانکزي له البرټ ایلساس سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او بشري مسایلو خبرې وکړې او په دې کتنه کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې د متقابل عمل په دوام به ستونزې اوارې شي.
څه مخکې د ناروې بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د اسلامي امارت له لوري د نجونو لپاره د طبي موسسو د تړلو په غبرګون کې غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې کمې کړي. اوس د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت چارسمبالي کابل ته کړی، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره له نږدې خبرې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي له البرټ ایلساس سره په کتنه کې د افغانستان او ناوري ترمنځ د سیاسي اړیکو پیاوړتیا مهمه وګڼله او د کابل او اوسلو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو هیله څرګنده کړه، چې د متقابل عمل دوام به د شته ستونزو لپاره د «رغنده حل لارې» لامل شي.
دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کېږي، چې ناروې په کابل کې سفارت نلري او په افغانستان کې د دې هېواد ډیپلوماټیک ماموریت د قطر له پلازمېنې دوحې څخه اداره کېږي. له بلېخوا د سپټمبر پر دولسمه په ناروې کې د افغانستان د سفارت د فعالیتونو له ځنډولو وروسته د ناروې بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې هېواد به یې د اسلامي امارت سفیر ونهمني.
تازه خبرونه
ټاکل شوې په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین نوی کمپاین پیل شي
دې بنسټ دا ندي ویلي، چې په کومو ولایتونه به پیل شي او یا به د واکسین دا کمپاین څو ورځې روان وي.
له "پولیو څخه پاک افغانستان" بنسټ خبر ورکړی، چې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي درېیمه / د ډسمبر درویشتمه به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین نوی پړاو پیل شي.
دې بنسټ دا ندي ویلي، چې په کومو ولایتونه به پیل شي او یا به د واکسین دا کمپاین څو ورځې روان وي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازني دوه سیمې دي، چې د پولیو ناروغي په کې له منځه نده تللې.
د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر پر څلورمه د روغتیا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ګوزڼ په پېښو کې ۲۸۳ سلنه زیاتوالی ښودلی و. د روغتیا نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۴ ز. کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس لومړی ډول لپاره ویلي وه، چې د مثبت چاپېریال نمونو شمېر د ۲۰۲۳ د ۶۲ پیښو پر پرتله ۸۴ ته رسیدلی.
د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې ادعا وکړه، چې په روان کال کې د پولیو کومه نوې پېښه نده ثبت شوې.
تازه خبرونه
په پروان ولایت کې ۵ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه
د اسلامی امارت عدلیې وزارت ویاند زیاته کړې؛ تخنيکي پلامي په دې سفر کې ۵ زره جریبه ځمکه د یوزباشي د اوسیدونکیو د اعتراف له مخې دولتي تثبیت او تشخیص کړه او پرېکړه یې وکړه، چې په دې برخه کې لازم اجرآات ترسره شي.
د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوي تېره اوونۍ د غصب شويو ځمکو د ارزونې لپاره د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ یوزباشي سیمې ته سفر وکړ.
د اسلامی امارت عدلیې وزارت ویاند زیاته کړې؛ تخنيکي پلامي په دې سفر کې ۵ زره جریبه ځمکه د یوزباشي د اوسیدونکیو د اعتراف له مخې دولتي تثبیت او تشخیص کړه او پرېکړه یې وکړه، چې په دې برخه کې لازم اجرآات ترسره شي.
د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د دولتي ځمکو د ارزونې، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې روان دی او د غصب شویو زرګونه جریبو دولتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمیسیون او په ولایتونو کې د یاد کمیسیون د تخنیکي پلاویو تر ارزونې لاندې دي.
ویل کیږي، چې د دولتي ځمکو د غصب د ارزونې بهیر د کابل په ګډون په ټول هېواد کې روان دی.
-
تازه خبرونه3 days ago
مونږ او اسلامي امارت ډېر توپيرونه لرو – د سوریې واکمن
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا ټلویزیون د کرکټ ټست نړیوالې اتلولۍ د پایلوبې د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
نړۍ5 days ago
ناټو ته د اوکراین د پوځي مرستو د همغږۍ دنده وروسپال شوه
-
لوبی5 days ago
د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبه د باران له کبله لغو شوه
-
لوبی3 days ago
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې ستره بریا خپله کړه
-
تازه خبرونه4 days ago
د کابل- کندهار پر لويه لار د دوه ترافيکي پېښو له کبله له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
روغتيا3 days ago
د هرات حوزوي روغتون د اسانتیاوو د نشتوالي ستونزه لري
-
نړۍ14 hours ago
په برازیل کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۳۰ کسان مړه شول